د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا وايي ایران له "نازنین" سره تر ټولو بد چلند کوي


د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت وایي په خټه د ایرانۍ برتانوۍ نازنین زغري سره د ایران رویه "شکنجه" ده او هغه هلته یرغمل شوې ده.

د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب نن یکشنبه، مې دویمه (غوایي۱۲) ویلي چې د چارشنبې په ورځ یې د میرمن زغري سره خبرې کړي. ښاغلي راب ویلي چې په ایران کې دغه ایراني الاصله برتانوۍ په غیرې قانوني توګه بندي ده او تر ټولو ناوړه رویه ورسره کیږي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل: " زه فکر کوم څه ډول چې د هغې سره رویه کیږي، شکجه بلل کیدی شي او دا په ښکاره د ایرانیانو مسؤلیت دی چې هغه خوشې کړي."

په همدې حال کې د نازنین زغري خاوند، رچارډ راتکلیف وایي میرمن یې په ایران کې د یو سیاسي تاکتیک پر اساس بندي ده. هغه وایي "ایرانیان کوښښ کوي چې هغه په بریتانیا د برلاسۍ لپاره وکاروي. "

نازنین زغری راتکلیف د ۲۰۱۶ کال راپدیخوا په ایران کې بندي ده.

د ایران یوې محکمې تېره میاشت د هغې د بند موده یو بل کال هم وغځوله او امر یې وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت نه بهر نشي وتلی.

په ۴۲ کلنې زغري دا تور دی چې د ایران د نظام په خلاف یې تبلیغات کړي. په هغې دا تور هم و چې د ایران د رژیم د ړنګولو دسیسه یې جوړه کړې وه او په همدې جرم پنځه کاله زنداني شوه.

خو میرمن نازنین دا ټول تورونه په کلکه ردوي.

XS
SM
MD
LG