د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا د روسیې او چین په اړه پر خپلې دفاعي تګلارې له سره غور کوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د روسیې له خوا پر اوکراین یرغل او د چین له خوا رامنځته شویو ننګونو، بریتانیا په دې اونۍ کې د خپلې دفاعي ستراتیژۍ نوې کولو ته وهڅوله. دغه هیواد هڅه کوي چې د ستراتیژیکو ګواښونو او په کور دننه مالي محدودیتونو ترمنځ موازنه رامنځته کړي.

د بریتانیا په دفاعي ارزونه کې ویل شوي چې پر اوکراین د روسیې یرغل په دې مانا دی چې د لویدیځ ټولیز امنیت اوس د دغه جنګ په پایلې پورې تړلی دی.

د چتم هاوس مرکز څېړونکی، ډېوېډ لارینس، وايي دې حالت بریتانیا اندېښمنه کړې چې امنیت ته یې له نږدې سیمې څخه ګواښونه متوجه دي.

هغه وویل: "بریتانیا واقعاً په قوي دریځ کې ده، لکه څنګه چې دغه خبره تېرکال اروپايي متحدینو په تیره بیا د اروپا په ختیځه جبهه کې پرتو هیوادونو ته د پوځي ملاتړ په چمتو کولو کې څرګنده شوه."

د دفاعي ستراتیژۍ په تازه ارزونه کې د ۵۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د بریتانیا د دفاعي لګښت څخه علاوه، په راتلونکو دوو کلونو کې د شپږ میلیارد ډالرو زیاتوالی په پام کې نیول شویدی، چې ۲.۳ میلیارده به یې د مهماتو د هغو زیرمو په ډکولو ولګول شي چې اوکراین ته د پوځي مرستو د لېږلو په نتیجه کې تشې شوي دي.

په ارزونه کې ټینګار شوی چې د بریتانیا دفاعي لګښت به د هیواد د ناخالصو ملي تولیداتو ۲.۵ فیصدو ته لوړ شي. خو په ۲۰۳۰ کال کې دغه هدف ته رسېدل له پامه غورځول شوي دي.

ډېوېډ لارینس وايي چې بریتانیا د روسیې او چین په وړاندې د درېدو دپاره ډیرو پیسو ته اړتیا لري. هغه وویل: "مونږ هڅه کوو په دوهمه درجه اقتصاد داسې اوله درجه پوځي ځواک ولرو چې له امریکا، چین او روسیې سره سیالي وکړي. ځکه مونږ د خپلو ډیرو هم سویه هیوادونو څخه بیرته پاتې یو."

د چین په وړاندې د بریتانیا دریځ هم پاملرنه جلب کړې ده. صدراعظم ریشي سوناک څرګنده کړې ده چې چین لویدیځې نړۍ ته ننګونه متوجه کړې ده.

هغه وویل: "داسې یو هیواد دی چې زمونږ له ارزښتونو څخه یې ارزښتونه توپیر لري او په تیرو څو کلونو کې په کور دننه ډیر زورواکه او په بهر کې کې ډیر ادعا کوونکی او قوي پاتې شوی دی."

خو ښاغلي سوناک د خپل ګوند د یو شمیر غړو د فشار سره سره، چین یو ګواښ و نه باله.

د چتم هوس مرکز څېړونکی، ډېوېډ لارینس، وویل: "د چین په پالیسي کې بدلون راتللی شي، او هیڅوک نه پوهیږي چې ایا چین به پر تایوان یرغل وکړي که نه، او ډیر ادعا کوونکي مسیر ته به دوام ورکړي که نه."

لارینس زیاتوي چې بریتانیا هم په دې پوهیږي چې د نړیوالو ستونزو د حل لپاره چین یو مهم هیواد دی چې باید خبرې ورسره وشي.

بریتانیا په پام کې لري چې ۳.۶ میلیارده ډالره به له امریکا او استرالیا سره د هند او ارام سمندر د دفاعي تړون له مخې استرالیا ته په اټومي انرژۍ د چلېدونکو اوبتلونو په چمتو کولو ولګول شي.

XS
SM
MD
LG