د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا صدراعظم: لویدیځ باید د روسیې په وړاندې متحد شي 


د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن نن د فبرورۍ په ۱۹ (سلواغې ۳۰) د جرمني د مونشن ښار په امنیتي کنفرانس کې اوکراین ته د روسیې د ګواښ په مقابل کې د لویدیځ، هیوادونو د اتحاد غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې هر ډول یرغل به ټولې نړۍ ته "ټکان" ورکړي.

دا پداسې حال کې دي چې روسیې تل ویلي دي چې پر اوکراین د برید نیت نلري.

ښاغلي جانسن د مونشن امنیتي کنفرانس ته همداشان وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د پوځي اقدام په غبرګون کې د لویدیځ بندیزونه به د لندن اقتصادي بازارونو ته د مسکو لاسرسی "ناممکن" کړي.

د بریتانیا صدراعظم وویل چې د روسیې د ولسمشر نیت روښانه ندی، "خو نښې نښانې یې شومې دي او په همدې خاطر مونږ باید په کلکه سره ودریږو".

د بوریس جانسن په ګډون د لویدیځو هیوادونو یو شمیر مشران کیف ته تللي وو او اوکراین ته یې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

خو د بریتاینا صدراعظم د لویدیځ، هیوادونو مشرانو ته په خطاب کې وویل "زمونږ دا خبرې به څومره سپکې، څومره بې معنی، څومره له سپکاوي ډکې ښکاري، کله چې د دوی [اوکراینیانو] حاکمیت او خپلواکي له خطر سره مخامخ وي، او موږ ترې مخ اړوو."

هغه خبرداری ورکړ چې که روسیه اوکراین اشغال کړي ټکانونه به یې پر تایوان هم اغیز وکړي. چین تایوان د خپلې خاورې یو جز ګڼي.

هغه زیاته کړه چې پدغه ډول یرغل کې د روسیې بریا به هر یو بل قدرت ته دا پیغام ولیږدوي چې "تجاوز ګټه لري او زور واقعیت دی". هغه له اروپا څخه وغوښتل چې د انرژۍ په پالیسۍ، دپلوماسۍ او پوځي بودجو کې "ستراتیژیک زغم" ته ژمن اوسي.

جانسن وویل چې که روسیه پر اوکراین یرغل وکړي بریتانیا تیاره ده چې د متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې سره ودریږي چې [پر مسکو] سزاورکوونکي بندیزونه ولګوي.

د لویدیځ او روسیې ترمنځ د اړیکو خړ پړتیا پداسې حال کې ژوره شوې چې ناټو او متحده ایالاتو د روسیې امنیتي وړاندیزونه ندي منلي چې په کې ویل شوي چې ناټو تړون باید اوکراین په غړیتوب ونه مني، د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې باید امریکا پوځي اډې جوړې نکړي او ختیځې اروپا ته باید ځ،اکونه او تجهیزات ونه لیږي.

د بریتانیا حکومت پداسې حال کې پر مسکو باندې د بندیزونو د لګولو خبرداری ورکوي چې دا هیواد له اوږدې مودې راهسیې پدې تورن دی چې لندن ته د روسیې د منفعته ډکو پیسو په لیږدونه سترګې پټوي؛ هغه پیسې چې یوه برخه یې د سیاسي ګوندونو صندوقونو ته ورځي، خو د ښاغلي جانسن ګوند وایي هغه اعانې چې ترلاسه کوي قانوني دي.

دا پداسې حال کې دي چې روسیې نن د پوځي تمرینونو په ترڅ کې اټومي کوپړۍ لیږدنکي بالستیک میزایل وازمایل.

له بلې خوا د اوکراین په ختیځ کې ددې هیواد د ځ،اکونو او جلاغوښتونکو ترمنځ نښتې پیل شوي او داسې ویره شته چې لمن یې پراخه شي.

XS
SM
MD
LG