د بريتانيا حکومت د چهارشنبې په ورځ سپتمبر شپږمه (وږي ۱۵) وويل چې د واګنر اجيره ډله به د تروريستي سازمان په توګه اعلان کړي.
ددې طرحې مسوده د برتانیا پارلمان ته سپارل شوې او که تصویب شي، د واګنر په ډله کې غړیتوب یا ددې ډلې څخه ملاتړ به غیر قانوني کړي او د برتانیا حکومت ته به اجازه ورکړي چې د واګنر شتمنۍ ضبط کړي.
د برتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د واګنر ډله په "وحشیانه وژنو، شکنجو او قتل" کې لاس لري او "په اوکراین، منځني ختیځ او افریقا کې ددې ډلې عملیات نړیوال امنیت ته ګواښ دی."
د برتانیا د کورنیو چارو وزیره سیویلا برورمن د چهارشنبې په ورځ وویل چې د واګنر ډله "تشدد طلبه او ویجاړونکې" ده او واګنر "د ولادیمیر پوتین نظامي وسیله" ده چې د هغې په وینا د "واګنر دوامداره بې ثباته کونکي فعالیتونه یوازې د کرملین سیاسي اهدافو ته خدمت کوي."
د واګنر ډله د روسیې د پوځ ترڅنګ د اوکراین پر ضد د روسیې په جګړه کې ښکیله ده او د روان کال په جون میاشت کې د دې ډلې مشر یوګیني پریګوژین د روسیې د پوځي ځواکونو پر ضد لنډ بغاوت پیل کړ.
پریګوژین تیره میاشت د الوتکې د غورځیدو په پیښه کې مړ شو.
برتانیا تر دې مخکې هم د واګنر په ډلې او ددې ډلې په رئیس پریګوژین بندیزونه لګولي وو.
په اوکراین کې د جګړې سربیره، د واګنر ډلې جنګیالي د سوریې په جګړه او په افریقا کې په شخړو کې ښکیل دي او د مالي او د مرکزي افریقا جمهوریت د حکومتونو ملاتړ کوي.
لوېدیځو هیوادونو او په سر کې یې متحده ایالاتو د واګنر ډله د پراخو ظلمونو په ترسره کولو تورنه کړې او پر دغې ډلې یې بندیزونه لګولي دي.
فورم \ دبحث خونه