د برتانیې د استخباراتو یا MI6 رئیس ویلي که څه هم باند په خپلو فلمونو کې د یوه کامیابه استخباراتي مامور نقش لوبولی او ډیر خلک یې له ستونزو ژغورلي، خو هغه ته به د برتانیې د استخباراتو د یو مامور په توګه دنده ورنکړل شي.
الکس یانګر وایي، استخباراتي مامورین باید د دې وړتیا ولري چې په هرډول سخت چاپیریال کې چې له پیچلو اخلاقي او فزیکي ستونزو سره مقابله وکړي چې د دغه کار لپاره جمیز باند چې په ۰۰۷ استخباراتي مامور باندې مشهور دی، مناسب نه دی، ځکه هغه د دوی د یو مامور په څیر قوي اخلاق نه لري.
یانګر وویل " د جیمز باند برعکس، دMI6 افسران له غیر اخلاقي لارو کار نه اخلي". هغه د بریتانیې د تورپوستکو لپاره یوې ځانګړې شوې ویب پاڼې بلک هستوري منت، سره په یوې مرکې کې دغه خبره کړې ده.
هغه وویل " زه ویلی شم چې جیمز باند زمونږ د استخدام له پروسې نه شي تیریدلی".
هغه زیاته کړه که څه هم د MI6 استخباراتي مامورین د باند په شان د هیواد پالنې، انرژۍ او قاطعیت وړتیاوې لري، دوی ځینو نورو ارزښتونو ته هم اړتیا لري چې د باند په فلمونو کې نه دي ښودل شوي.
د MI6 کارکوونکي باید د باند برخلاف له خلکو سره د رابطې قایمولو ښه وړتیا ولري، ګډ کار ته اهمیت ورکړي او تل د قانون درناوی وکړي.