د لاس رسي وړ اتصالات

برما د ۲۰ کلونو وروسته ملکي حکومت وټاکه


.
.

سریزه: د برما پارلمان چې د پوځ تر نفوذ لاندې دی، ددغه ملک پوځ ته وفاداره ټاین شاین یې د جمهور ریْس په توګه وټاکه. که څه هم چې اوس په برما کې یو ملکي کس پر واک دی خو د چارو کارپوهان په دې آند دي چې پوځ زیاته اندازه قدرت په لاس کې لري. په عین حال کې دوی خوشبینه هم دي چې د تدریجي بدلون چانسونه موجود دي.

د برما پارلمان نن د جمعې په ورځ د پوځ پخوانی جنرال ټاین شاین ددغه ملک د لومړي ملکي حکومت د جمهور ریْس په توګه وټاکه. د هغه سره دوه جنرالان هم په دې سیالۍ کې ولاړ وو چې ویل کېږي د ده د مرستیالانو په توګه به تعین شي.

د جمهوري ریاست نه مخکي ښاغلی شاین د برما د نظامي واکمنۍ د صدراعظم په توګه کار کاوه او په نړۍ کې یې د برما د حکومت استاځیتوب کاوه.

هغه د تیرکال د نومبر د جنجالي انتخاباتو پر مهال د پوځ د دندې نه استعفا وکړه تر څو د یونین سولیډریتي په نامه د ګوند مشري په غاړه واخلي او دغه ګوند بریالیتوب ته ورسوي.

د برما حکومت وايي چې یادشوي انتخابات د ملکي حکومت په مشرۍ د ډیموکراتیک نظام پر خواه یو ضروری ګام و.

د یونین سولیډریتي د ګوند نه پوځ ملاتړ کوي او په انتخاباتو کې یې ۸۰ په سلو کې څوکۍ ګټلي. د بشري حقوقو ادارې او مخالف ګوندونه وايي چې نوموړي انتخابات د درغلۍ او ټګۍ برګۍ نه ډک و.

کارل تایر د آسټرالیايي قواوو په نظامي اکاډېمې کې د جنوب ختیځې آسیا د چارو ماهر دی. هغه وايي چې سره له دې چې په برما یا میانمار کې ملکي حکومت قدرت ته ورسید خو پوځ به اوس هم د پخوا په شان قدرت لري، خو هغه په عین حال کې د بدلون دپاره خوشبیني هم څرګنده کړه.

هغه داسي وویل:،،که چیري مونږ د اندونیزیا مثال ورکړو نو کله چي واک د پوځ او ملکي شوي پوځي مشرتابه ترمنځ وویشل ش نو د دواړو خواوو تر منځ یو ډول خلا رامنځ ته شوه چې د ورته مسلې امکان په میانمار کې هم شته،،.

د برما پارلمان نن غونډه وکړه او د تقریبا دوې لسېزې انتظار نه وروسته یې لومړنی جمهور ریْس وټاکه چې هغه به وروسته خپله کابینه او حکومت تشکیل کړي.

دا لاه مالومه نه ده چې جنرال ټان شاو به د پوځ د مشر په توګه په قدرت کې پاته سی کنه خو د چارو کارپوه تایر په دې باور دی چې هغه ښايي په اوسنیو حالاتو کې د لږ تر لږه یو څه وخته پوري په پوځ کې نفوذ ولري.

هغه داسي وايي:،،هغه به په پوځ کې د پردې ترشا نفوذ ولري ترڅو خپله امپراطوري او د خپلې کورنۍ ګټې وژغوري. د ۷۷ کلنۍ وروسته به هغه د نورو دیکتاتوران په شان پر خپلې لارې ولاړ شي او په پای کې به د پوځ ټیټ رتبه افسران خپل ترتیبات په خپله نیسي او لارې چارې به په خپله پیدا کوي،،.

د یادونې وړ ده چې پوځ د عامه خلګو پر وړاندې د پارلمان جلسې بندي کړي او داسي قوانین یې وضع کړي چې په لړ کې یې پر هغو مسایلو باندي چې د پوځ په زړه نه دي، بحث کول منع دي.

په برما کې د نظامیانو له خوا چمتو شوی اساسي قانون د انتخاباتو نه مخکي پوځ ته ۲۵ په سلو کې څوکۍ ورکوي. د تیرکال د نومبر په انتخاباتو کې ستر مخالف ګوند ۱۲ څوکۍ ګټلي وې.

XS
SM
MD
LG