د لاس رسي وړ اتصالات

میانمار ځیني پولیس افسران مسلمانانو سره د بد چلند په تور ونیول


سره له دې چې له کلونو کلونو راهېسې مسلمانان په میانمار کې ژوند کوي، خو بیا هم د دغه هېواد وګړي نه بلل کیږي
سره له دې چې له کلونو کلونو راهېسې مسلمانان په میانمار کې ژوند کوي، خو بیا هم د دغه هېواد وګړي نه بلل کیږي

د میانمار (برما) حکومت اعلان کړی چې ځيني هغه پولیس افسران یې نیولي چې د روهینګیا په کلیو او بانډو کې یې له مسلمانانو سره بد چلند کاوه.

دغلته د مسلمان اقلیت پر ضد د تاوتریخوالي یو شمېر راپورونه، تصویرونه او ویډیوګانې خپرې شوې، چې بلاخره یېحکومت اقدام کولو ته اړ ویست او چارواکو ژمنه کړې چې له مسلمانانو سره به ناسم چلند کوونکو ته سزا ورکړي.

په رخین کې د اقلیت مسلمانانو پر ضد تاوتریخوالی له هغه وروسته پیل شو، چې یو شمېر نامعلومه وسله والو د برما د پولیسو پر پوستې برید وکړ او نهه پولیس یې ووژل، حکومت یې هم په غبرګون کې دغلته نظامي عملیات پیل کړل.

د بشري حقونو د فاع ځینو ټولنو د برما پولیس او پوځ د مسلمانانو په وژلو او شکنجې تورن کړل او آن دا راپورونه یې هم ورکړل چې د برما امنیتي ځواکونو په ځینو سیمو کې پر مسلمانو ښځو او نجونو جنسي تېری کړی دی.

د بشري حقونو د څار ډله وايي د برما امنیتي ځواکونو په رخین کې د مسلمانانو څه باندې ۱۰۰۰ کورونه سوځولي دي.

خو له دې هر څه سره سره د میانمار په دولتي ورځپاڼې کې د نیول شویو پولیسو په اړه او دا چې هغوی ته به څه ډول سزا ورکړل شي، جزیات ورکړل شوي نه دي.

په میانمار کې اکثریت بودایان دي. سره له دې چې مسلمانان نسلونه نسلونه دلته ژوند کوي خو بیا هم اقلیت او د دغه هېواد وګړي نه بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG