د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور کې بمي چاودنې پنځلس تنه وژلي


پولیس وایي چې دا بس د ملاکنډ د درګۍ له سیمې پیښور ته راروان شوی ووچې د پیښور د صدر په سیمه کې پرې چاودنه وشوه.
پولیس وایي چې دا بس د ملاکنډ د درګۍ له سیمې پیښور ته راروان شوی ووچې د پیښور د صدر په سیمه کې پرې چاودنه وشوه.

د پولیسو د وینا له مخې نن د چارشنبې په سهار د خيبر پښتونخوا د ایالت په مرکز پېښور کې د حکومتي کارکوونکو د لېږد په یو بس په بمي چاودنه کې لږ تر لږه پنځلس کسان وژل شوي او تر دیرشو نور ټپیان شوي دي.

د پیښې په ځای کې د پیښور د پولیسو یو مامور خبریالانو ته وویل چې ددغې چاودنې اکثره قربانیان حکومتي کارکوونکي دي.

د پیښې په باب د پولیسو لومړنۍ پلټنې دا ښيي چې چاودیدونکي توکې د بس موټر د یو سیټ لاندې ځای پر ځای شوي وو چې د لرې فاصلې څخه د ریموټ کنټرول په مټ چول شوې ده.

به سیمه ایزو رسنیو کې د پیښې له خایه خپاره شوي تصویرونه دا ښيی چې دغې زورورې چاودنې په نښه شوی بس په بشپړه توګه ویجار کړی دی.

په بس کې دا چاودنه نن د چهارشنبې په سهار هغه وخت وشوه، چې د حکومتي مامورینو د سپرلې بس د پېښور ښار د صدر بازار د سنهري مسجد په نوم د یو جومات سره نږدې سیمې ته راورسید.

پولیس وایي چې دا بس د ملاکنډ د درګۍ له سیمې پیښور ته راروان شوی وو.

تر اوسه کومې ډلې د دغې پیښې مسولیت په غاره نه دی اخیستی. خو حکومتي ادارې ددغه برید پړه د پاکستاني طالبانو په ډلې اچولې ده.

د پاکستاني طالبانو ډلې د پیښور ښار سره نږدې د شبقدر په سیمه کې د تیرې اونۍ د ځانمرګي برید مسولیت په غاړه اخیستی وو.

د شبقدر په ښار کې په شوي برید کې ۱۷ تنه وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي وو.

د تحریک طالبان پاکستان ډله له یوې لسیزې را هیسې د پاکستان په خلاف په جګړه کې ښکیله ده چې د دغې ډلې په بریدونو کې په سلګونو پاکستانیان وژل شوي دي.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغې شوی، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف تیره ورځ د هغو دیارلسو تنو د تروریستي ډلو پورې مربوطو کسانو ته د اعدام سزا تائید کړه چې د یوې پوځي محکمې له خوا ورته دا سزا اورول شوې وه.

XS
SM
MD
LG