د لاس رسي وړ اتصالات

لوگر کې د ښوونځي ماشومانو په "جنسي ځورونې ژوره اندیښنه"


په وسله والو شخړو کې د ماشومانو د ملاتړ یوې نړیوالې ډلې په لوگر کې د ښوونځي د ماشومانو د جنسي ځورونې په رپوټونو "ژوره اندیښنه" ښودلې ده.

دغه ډله چې مشري یې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) او سویډن کوي، د یوې اعلامیې په خپرولو د افغانستان د ملي امنیت د ادارې له خوا په لوگر کې د دوو مدني فعالانو په نیولو اندیښنه څرگنده کړې ده.

کانادا، فرانسه، جرمني، بریتانیا، د امریکا متحده ایالات، اروپایي ټولنه او په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی ددې ډلې نور غړي دي.

ددې ډلې په اعلامیه کې راغلي دي: "د ماشومانو د ژوند او هوساینې ساتنه باید د هرې ټولنې اساس وي، په ځانگړې توگه د شخړو پر وخت. ددې ضمانت چې په افغانستان کې ماشومان د جنسي ځورونې او تاوتریخوالي نه په امان اوسي باید د دولت، ملي امنیت، امنیتي ځواکونو او مدني ټولنې له لومړیتوبونو څخه وي".

پدغه اعلامیه کې د افغانستان د لوی څارنوالۍ نه غوښتل شوي چې په لوگر کې د ښوونځي له ماشومانو په وړاندې د "جنسي ځورونې" او همداشان د دوو مدني فعالانو د نیونې په اړه سمدستي پلټنې پیل کړي.

په وسله والو شخړو کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ډلې په پخپله اعلامیه کې زیاته کړې چې: "د بشري حقونو مدافعین د ټولو اوسیدونکو د بشري حقونو په پیاوړتیا او ساتنه، د هغوی د امنیت او کاري فضا په تضمین کې عمده رول لري."

په لوگر کې د ښوونځي د ماشومانو په وړاندې د جنسي بدچلند د رپوټ خپریدو پدې وروستیو کې زیات غبرگونونه زیږولي دي. د لوگر دوه مدني فعالان چې ددغه رپوټ په جوړولو کې یې رول درلود د افغانستان د ملي امنیت د ادارې له خوا ونیول شول.

خو د افغانستان جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغوی په وړاندې د ملي امنیت د اقداماتو د درولو غوښتنه کړې وه. پدغه اعلامیه کې همداشان د ښوونې وزارت ته امر شوی چې د لوگر ولایت د عمومي وضعیت په اړه یو راپور جوړ او جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG