د لاس رسي وړ اتصالات

غني لوګر کې پر ماشومانو د جنسي تېري د ادعاو په اړه راپور غواړي


ولسمشر غني په خپل ټویټر کې لیکلي چې د دا ډول قضیو څېړل د لویې څارنوالۍ کار دی
ولسمشر غني په خپل ټویټر کې لیکلي چې د دا ډول قضیو څېړل د لویې څارنوالۍ کار دی

ولسمشر غني د افغانستان د معارف وزارت ته دنده سپارلې ده چې په لوګر کې د ښونځیو پر ماشومانو د جنسي تېري د ادعاوو په اړه پلټنې وکړي.

ښاغلي غني د سه شنبې په ورځ (نومبر۲۶) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د دغې ادعا په اړه ورته معلومات ورکړل شوي دي او هیله من دی چې په دې هکله ژر تر ژره ورته راپور وسپارل شي.

تېره اونۍ د ګارډین ورځپانې د لوګر د دو مدني فعالانو له قولي لیکلي وو چې په دغه ولایت کې د ښوونځي د یو مشر له لورې پر سلګونو ماشومانو جنسي تېري شوي دي. خو دغې ورځپاڼې په دې اړه پوره جزیات نه وو ورکړي.

د افغانستان ملي امنیت بیا د لوګر هغه دوه مدني فعالان ونیول چې ګاردین ورځپاڼې سره یې خبرې کړې وې. ملي امنیت وایي چې هغوی یې له دې کبله نیولي دي چې ژوند یې په خطر کې وو. دغه مدني فعالان ادعا کوي چې د دوی خبرې ناسمې اخیستل شوې دي.

ولسمشر غني له ملي امنیت څخه غوښتي چې په سمدستي دې له دغو کسانو څخه پلټنه او تحیقق بند کړي.

ښاغلي غني ویلی دي چې د دا ډول قضیو تحقیق او ارزونه د لویې څارنوالۍ کار دی.

په همدې حال کې په کابل کې د متحدو ایالتونو سفیر جان بس د دغو کسانو په نیولو ژوره خواشیني ښودلې دي او د ملي امنیت دا کار یې د شوروي استخباراتو تکتیک ته ورته بللی دی.

د امریکا سفیر د ملي امنیت له لورې د دغو کسانو په نیول کېدو اندېښنه ښودلې
د امریکا سفیر د ملي امنیت له لورې د دغو کسانو په نیول کېدو اندېښنه ښودلې

ځینې په دې باور دي چې یو شمېر افغانان په بهر کې د پناه اخیستلو لپاره دا ډول ادعاوې کوي.

په خپله ولسمشر غني پرون په ارګ کې له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت مراسمو کې غیر مستقیم وویل، چې ځینې کسان په بهر کې د پناه غوښتنې په هدف د افغانستان د خلکو پر حیثیت تېری کوي. خو هغه دغې قضیې ته هېڅ اشاره ونکړه.

تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دغو کسانو په نیول کېدو اندېښنه ښودلې وه او د هغوی خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG