د لاس رسي وړ اتصالات

کمبوډیا کې زده‌کوونکو ته د حکومت خبرداری: د مینانو په ورځ 'خپل عزت وساتئ'


د فبروري ۱۴مه په نړۍ کې د "ولنټاین" یا مینانو د ورځې په توګه نمانځل کیږي
د فبروري ۱۴مه په نړۍ کې د "ولنټاین" یا مینانو د ورځې په توګه نمانځل کیږي

په داسې حال کې چې د فبروري ۱۴مه په نړۍ کې د "ولنټاین" یا مینانو د ورځې په توګه نمانځل کیږي، د کمبوډیا چارواکو ددې هېواد زده کوونکو ته خبرداری ورکړی چې پدې ورځ له "نامناسبو کارونو" ډډه وکړي او "خپل عزت وساتي."

د ولنټاین ورځ په دې وروستیو کلونو کې د جنوب ختیځې اسیا په ډیرو هیوادونو کې د ځوانانو ترمنځ مشهوره شوې ده. په دې ورځ د سرکونو ترڅنګ او پلورنځیو کې د سرو ګلانو ګېډۍ او د زړه په شکل جوړ شوي چاکلیټونه پلورل کیږي.

په داسې حال کې چې ځینې خلک ښايي د مینې دا کلنی جشن د تفریح یو بې ضرره فرصت وبولي، خو د کمبوډیا حکومت بیا د ځوانانو ترمنځ له واده وړاندې د ممکنه جنسي اړیکو ټینګولو ته اندېښمن دی.

د کمبوډیا د پوهنې وزارت د سه شنبې په ورځ ناوخته دولتي او خصوصي ښوونځیو ته لارښوونه وکړه چې "د ولنټاین په ورځ د نامناسبو فعالیتونو د مخنیوي دپاره تدابیر ونیسي."

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: "دا زموږ د خمیر د ولس دود او دستور نه دی."

وزارت دا یادونه هم کړې چې ددې ورځې په خاطر "یو لږ شمیر ځوانانو... زده کړو ته شا کړې او د خپل ځان او کورنۍ وقار یې له لاسه ورکړی دی."

د ولنټاین ورځ په دې وروستیو کلونو کې د جنوب ختیځې اسیا په ډیرو هیوادونو کې د ځوانانو ترمنځ مشهوره شوې ده.
د ولنټاین ورځ په دې وروستیو کلونو کې د جنوب ختیځې اسیا په ډیرو هیوادونو کې د ځوانانو ترمنځ مشهوره شوې ده.

د کمبوډیا د کلتور وزارت هم په چارواکو او والدینو غږ کړی چې "ماشومانو ته یادونه وکړي چې د خپل عزت او وقار دپاره په دې ورځ د خپل د خمیر ښکلي دود او دستور ته پاملرنه وکړي."

ددغه هېواد د ښځو چارو وزارت بیا ویلي چې ځینې خلک "د فبرورۍ له څوارلسمې څخه غلطه معنی اخلي."

د کمبوډیا د ایډز د مخنیوي ملي ادارې خبرداری ورکړی چې دا ناروغي لاهم خپریږي او ځینې خلک په ځانګړي ډول ځوانان د ولنټاین ورځ د "مینې ښودلو او احتمالي جنسي اړیکو ټینګولو" لپاره کاروي.

ددغه ادارې د معلوماتو له مخې، تیر کال په کمبوډیا کې ۱۴۰۰ خلک په ایډز اخته شوي او په دغه هېواد کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۷۶۰۰ ته رسېدلی دی. د نویو قضیو شاوخوا ۴۲ سلنه ځوانان ښودل شوي چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۴ کلونو ترمنځ دي.

د کمبوډیا د بودایي ټولنې محافظه کاران د ولنټاین ورځ بهرنی کلتور بولي چې د دوی په خبره، بودایي دود او عقیدې ته ګواښ پېښوي.

د کمبوډیا ښځې، په ځانګړې توګه، تر سخت ټولنیز فشار لاندې دي چې تر واده پورې خپل بکارت وساتي.

| د دې راپور معلومات له فرانس پرس څخه اخیستل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG