په کاناډا کې چارواکي وايي د دغه هېواد په ځینو برخو کې ګرمي دومره زیاته شوې ده چې تر دې مخکې یې ساری نه و لیدل شوی.
د ګرمۍ سختو څپو د کاناډا ختیځې او مرکزي برخې ځپلي دي چې ډېر زیان یې د مونترال په ایالت کې خلکو ته رسولی دی.
د کاناډا روغتیایي چارواکو چهارشنبه (جولاۍ۴) ناوخته وویل چې ١٢ کسان دمونتریال په ښار کې او پنځه نور د کبک ایالت په ختیځ کې مړه شوي دي.
اکثره قربانیان ځانته اوسیدل او د هوا د بدلولو سیستم یا ایرکانډیشن ته یې لاس رسی نه درلود.
د کاناډا تلویزون د روغتیا د یوې لوړ پوړې چارواکې ډاکټرې ملیسا جینروکس له خولې لیکلي دي چې دا ګرمي به څو نورې ورځې هم روانه وي.
د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو د خپلو هېوادوالو په مړینې غمرازي ښودلې ده او ویلي دي. ده له خلکو غوښتي چې د ځان او کورنیو خیال وساتي.
ډاکټرې ملیسا ویلي دي چې مړه شوي کسان یا ډېر زاړه وو او یا په داسې ناروغیو اخته وو چې د ګرمۍ تاب یې نه درلوده.
چارواکو په دغو سیمو کې له خلکو غوښتي چې ښې ډېرې اوبه وڅښې او د امکان تر حده په یخې هوا او تر ایرکنډېشن لاندې واوسیږي.