د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو په اوکراین د روسیې د یرغل پر عواقبو او راتلونکو پلانونو خبرې کوي 


ټاکل شوې چې د ناټو غړي په بروکسل کې سره را ټول شي او په اوکراین د روسیې د یرغل «په سملاسي عواقبو» او د راتلونکي لپاره د ناټو د ګډې دفاعي هڅو د غښتلي کولو په اړه خبرې کوي.

د ناټو مشر ینس ستولتبنرګ خبریالانو ته وویل: «دا د ناټو مسئولیت دی چې اطمینان ترلاسه کړي‌ چې روان کړکیچ به له اوکراین څخه د باندې نه وځي او همدا علت دی چې موږ په ختیځې برخه کې د ایتلاف موجودیت زیات کړی دی.»

نوموړي وویل چې په ممکنه اقداماتو کې په ختیځې برخې کې د سمندري ‌او هوايي ځواکونو د استولو په ګډون، د عسکرو زیاتول، د دفاعي‌ میزایلو د سیستم او لا نور پوځي تمرینونه شامل دي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر لویډ آستن له اوکراین سره د امریکا د مرستو او له ځان څخه د اوکراین د دفاع په اړه خبرې کړې دي.

هغه وویل: «زه فکر کوم، دلته زموږ موجودیت نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې موږ له اوکراین سره په همکارۍ کې متحد یو. او موږ په اوکراین باندې د روسیې بې موجبه او غیر موجه یرغل غندو.»

نوموړي وویل چې په اروپا کې د امریکا ۱۰۰زره عسکر موجود دي او نور ۴۰۰۰۰ عسکر د ناټو تر قوماندې لاندې دي.

ټاکل شوې چې نن ولسشمر جوبایډن هم په سپینې ماڼۍ کې خبرې وکړي او له اوکراین سره ۸۰۰ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړي. په دې سره به له اوکراین سره د امریکا د مرستو اندازه دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

په پام کې ده چې ولسمشر جوبایډن د مارچ په ۲۴مه نېټه بروکسل ته ولاړ شي‌او د اوکراین د یرغل په اړه د ناټو په فوق العاده غونډه کې ګډون وکړي.

په همد حال کې ټاکل شوې چې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي د امریکا د متحدو ایالتونو د ګانګرس غړو ته د ویدیو له لارې وینا وکړي.

نوموړی به په خپلې وینا کې د روسیې د یرغل په ضد د لا ډېرو پوځي او بشري مرستو غوښتنه کوي. ښاغلي زیلینسکي څو ورځې مخکې د بریتانیا، کاناډا او اروپا د پارلمانونو غړو ته هم د ویدیو له لارې وینا کړې وه او کانګرس ته به یې وینا هم په هماغه شکل وي.

نوموړي‌ په خپلو تېرو ویناګانو کې هم د پوځي او بشري مرستو غوښتنې کړې وې.

XS
SM
MD
LG