د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان څخه د ایستلو بهیر؛ کاناډا لسګونه نور افغان کډوال انتقال کړي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

کاناډايي چارواکي وايي، چې تازه یې تیره ورځ یې ۳۰۹ نور افغان کډوال انتقال کړي، چې ورسره د هغو افغانانو شمیر، چې د ۲۰۲۱ د اګسټ د میاشتې وروسته دغه هیواد ته رسیدلي نږدې ۳۵ زرو تنو ته رسیدلی دی.

د کاناډا د مهاجرت، پناه ورکوونې او اوسیدنې د چارو وزیر شان فریزرد د چهارشنبې په ورځ جولای۱۲ (چنګاښ ۲۱) د خپل ټویټر په پاڼه دغه هیواد ته د ۳۰۹ نویو افغان کډوالو د رسیدلو خبر ورکړی دي.

شان فریزر ویلي، چې کاناډا ته په تازه رسیدلو افغانانو کې هغه کسان، چې په افغانستان کې یې د کاناډايي ځواکونو سره کار کړی و او هم د بشري حقونو فعالان او د هغوی د کورنیو غړي شامل دي.

ښاغلي فریزر لیکلي: "د روان کال ترپایه لږ ترلږه د ۴۰ زره افغانانو د بیا میشت کیدو په اړه زمونږ د ژمنې په لړ کې تراوسه نږدې ۳۵ زره افغان کډوال کاناډا راغلي دي".

د کاناډا د مهاجرت، پناه ورکوونې او اوسیدنې د چارو وزیر دا نه دي ویلي، چې ۳۰۹ افغان کډوال یې له کوم هیواد څخه تخلیه کړي دي. هغه ویلي، چې دا شمیر افغان کډوال په يو ځانګړې کرایه شوې الوتکه کې د کالګري هوايي ډګر ته رسول شوي دي. اوس مهال کاناډا په منظم ډول د ځانګړو کرایه شوو الوتکو په واسطه د پاکستان، تاجیکستان او متحده عربي اماراتو څخه افغان کډوال دغه هیواد ته انتقالوي.

کاناډايي چارواکو د مۍ ۲۷ (جوزا شپږم) ویلي و، چې له متحده عربي اماراتو څخه دغه هیواد ته به ۱۰۰۰ افغان کډوال انتقال شي.

دمخه شان فریزر ویلي و، چې د کاناډا د بشردوستانه بیا میشت کیدو پروګرام کې زیاته پاملرنه ښځینه رهبرانو، د بشري حقونو ملاتړو، مذهبي اقلیتونو، خبریالانو او نورو هغو افغانانو ته، چې د ګواښونو سره مخ دي کیږي.

ددغه کاناډايي چارواکي د وینا له مخې کاناډا د روان ۲۰۲۳ کال تر پایه شاوخوا ۴۰ زره افغان کډوالو ته د پناه ورکولو او په دغه هیواد کې د ځای پرځای کولو باندې کار کوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشتې کې د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، کاناډا ژمنه وکړه، چې ۴۰ زره هغه افغان پناه غوښتونکې به چې د طالبانو په رژیم کې یې ژوند په خطر کې وي، کاناډا ته انتقال کړي.

د کاناډا د مهاجرت، کډوالۍ او تابعیت ادارې یو ویاند د تیرې مۍ میاشتې په لومړیو کې امریکا غږ ته وویل: "کاناډا د ۲۰۲۳ کال تر پایه د نږدې ۴۰زره افغان پناه غوښتونکو د بیا میشتیدنې په برخه کې چې په نړۍ کې د بیامیشتیدو یو له سترو پروګرامونو څخه دی، په خپلې ژمنې کلکه ولاړ ه ده."

د هغو افغان پناه غوښتونکو په منځ کې چې تر اوسه په کاناډا کې میشت شوي دي، له ۱۰ زرو څخه زیات هغه کسان دي چې په افغانستان کې یې له کاناډايي موسسو او ادارو سره کار کړی دی. ددې برسیره، ۱۶ زره نور بیا هغه مېرمنې او د مدني ټولنې فعالین دي‌ چې د کاناډا د بشردوستانه مرستو د پروګرام له لارې دغه هېواد ته انتقال شوي دي.

په ورته وخت کې، په کاناډا کې د بیا میشتیدنې لپاره د نږدې ۱۸ زره افغانانو غوښتنلیکونه لاهم د کاناډا او نړیوالو غیر دولتي ټولنو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو ان اچ سي ار) لخوا تر غور او کتنې لاندې دي

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۱۵ څخه تر ۳۰ پورې یوازې امریکا نږدې ۱۲۴ زره افغانان ددغه هېواد څخه بهر ته انتقال کړي دي. خو اوس هم افغان کډوال په پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ځینو نورو هیوادونو لویدیځو هیوادونو ته د اتقال لپاره شیبې شماري.

د کاناډا د مهاجرت ادارې ویلي، چې دغه هیواد ته د ټولو هغو افغانانو د انتقال په اړه غور کوي، چې د کاناډا هیواد سره یې په افغانستان کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG