د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: د افغانستان له پولو بهر د انساني قاچاق مخنیوی زموږ مسولیت نه دی


د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په نړۍ کې د انساني قاچاق په اړه د امریکا متحدو ایالتونو کلنی راپور ردکړی او ویلي دي، چې انساني قاچاق د افغانستان له پولو بهر ترسره کیږي، چې د مخنیوي مسولیت یې هم د نورو هیوادونو په غاړه دی.

ذبیح الله مجاهد شنبې د ورځې ناوخته جون ۱۷(جوزا ۲۷) د انساني قاچاق په اړه د امریکا متحدو ایالتونو کلنی راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو حکومت انساني قاچاق د افغانستان له پولو د باندې ترسره کیږي چې مخنیوی هم د نورو هیوادونو مسئولیت دی.

ښاغلي مجاهد ویلي:" په افغانستان کې د انساني قاچاق په اړه دغربي هیوادونو پروپاګند بي ځایه دی. اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې انساني قاچاق ترسره شي، که څوک په دې جرم ونیول شي مجازات کیږي. ".

د امریکا متحدو ایالتو د جمعې په ورځ جون ۱۶ (جوزا ۲۶) په نړۍ کې د انسانانو د قاچاقو په اړه د نظر پوښتنې کلنی راپور خپور کړ، چې افغانستان، چین او روسیه په کې د هغو هېوادونو په کتار کې دي چې د انساني قاچاق له پلوه د نړۍ تر ټولو بد ځایونه پېژندل شوي.

په راپور کې افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په لیست کې شامل دی، چې حکومتونه یې د انساني قاچاق، د حکومت په تمویل شویو پروګرامونو کې د قاچاق، د حکومت اړوندو چارو او یا ټولو برخو کې د اجباري کار، په حکومتي کمپونو کې د انسانانو د مریتوب او د ماشومانو د جذب او جلب لپاره تګلارې او مستندې طرحې لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه کلني راپور کې همدغه راز افغانستان د هغو هېوادونو په لیست کې راغلی، چې د ۲۰۲۱ کال د اپریل له میاشتې څخه نیولې د ۲۰۲۲ د مارچ تر میاشتې پورې یې حکومتونو د وسله والو ډلو ننګه کړې، ماشومان یې جنګي لیکو کې شامل کړي او یا یې ترې ناسمه استفاده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېرکال ادعا وکړه ماشومان یې له خپلو لیکو څخه اېستلي دي. د طالبانو د امر بالمعروف وزارت طالبانو ته سپارښتنه کړې وه چې کم عمره ماشومان او بې ږېرې هلکان جلب او جذب نکړي.

افغانستان داسې مهال د انساني قاچاق له پلوه د نړۍ په ۱۱ هېوادونو کې شامل شوی، چې طالبان د ۲۰۲۱ د ا ګست په میاشت کې بیا په دغه هېواد باندې واکمن شول. د هغوی له راتګ وروسته له افغانستان څخه د تخلیې په ماموریت کې څه باندې ۱۰۰زره کسان، چې د مخکني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي، مقامات، د ناټو ځواکونو ژباړونکي، همکاران، خبریالان او نور شامل دي، واېستل شول.

د راپورونو په اساس، د طالبانو له راتګ وروسته، سلګونه زره خلک پاکستان او ایران ته تللي دي او هڅه کوي چې له دې لارو اروپا او نورو هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

په ایران کې د کډوالو د ملاتړ د ادارې مشرې میرمن اصفې ستانکزۍ وايي، اوس چې ګاونډیو هیوادونو ته کوم افغان کډوال کډه کیږي هدف یې په دغو هیوادونو کې اوسیدل نه دي بلکې د میرمن ستانکزۍ د معاوماتو پر اساس دا کډوال هڅه کوي، چې له دغو هیوادونو څخه ځانونه اروپايي هیوادونو، امریکا او یا هم کاناډا ته ورسوي.

آصفه ستانکزۍ امریکا غږ ته وویل، چې په افغانستان کې ۲۰۲۱ کال د اګسټ د میاشتې د نظام د بدلون وروسته په سلګونو زره افغانان له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته کډه شوي دي.

میرمن ستانکزۍ وویل:" ددغو مهاجرتونو په عواملو کې اقتصادي، فرهنګي، امنیتي او سیاسي عوامل ډیر شامل دي. همداشان پر ښځو باندې لګیدلي بندیزونه ددغو مهاجرتونو یو بل عامل دی. په عمومي ډول افغانستان کې ځوانان فعلآ د خفګان سره مخ دي راتلوونکي ته هیڅ امید نلري، ځکه، چې لوږه، بیکاري او انفلاسیون ډیرې لوړې کچې ته رسیدلی دی".

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وایي د ګڼو عوامل له مخې افغانان له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته په غیر قانوني او قاچاقي سختو لارو باندې سفر ته زړه ښه کوي.

ضیا احمد تکل بهرته د تللو افغانانو دتللو لومړی او عمده دلیل د لودیځو هیوادونوله خوا بهرنیو هیوادونو ته تګ لپاره د افغانانو هڅول ښيي او وايي، چې ددغو هیوادونو هدف له افغانستان څخه د مسلکي کدرونو ایستل دي.

ضیا احمد تکل په بهر کې میشتود افغان رسنیو فعالیتونه او ددغو رسنیو له خوا په بهر کې د میشتو افغانانو د ژوند ښه وضعیت په اړه خپرونې هم بهرته د افغانانو په هڅولو کې مهمې ګڼي او وايي، چې هغه څه چې دغه رسنۍ یې د افغانانو د ښه ژوند په اړه خپروي د هغو حقایقو سره ډیر توپیرلري کوم چې ظاهرآ د رسنیو له لارې خپریږي.

XS
SM
MD
LG