د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې د طالبانو موټر بم برید درې تنه وژلي او نهه ټپيان کړي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د غزني چارواکي وايي د یاد ولایت د ده یک ولسوالۍ پر ودانۍ باندې موټر بم برید شوی دی.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جعمه زاده نن دوشنبه اګست۲۴ (وږې۳) امریکا غږ ته وویل چې دغه موټر بم برید تېره شپه درې بجې د وسله والو طالبانو لخوا د ولسوالۍ پر ودانۍ باندې تر سره شوی دی.

د نوموړي په وینا تر دامهاله په دغه چاودنه کې درې ته وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي چې په وینا یې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

جمعه زاده زیاته کړه چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دغې ولسوالۍ پر یو شمېر امنیتي پوستو هم پراخ بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو لخوا پر شا وتمبول شول.

د افغانستان دفاع وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو پر ګډ مرکز د طالبانو په برید کې درې امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي دي.

دفاع وزارت همدارنګه زیاته کړې چې په دغه برید کې اووه وسله وال طالبان هم وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

پر همدې مهال د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت هم امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه دغزني ښار اړوند پر یو شمېر پوستو هم پراخ بریدونه شوي چې په وینا یې تر دا مهاله یې جزئیات څرګند نه دي.

د دغه موټر بم برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او د لسګونو امنیتي سرتیرو د مرګ ژوبلې ادعا یې کړې ده.

د غزني د چارواکو په وینا تېره ورځ د دغه ولایت په خوګیاڼي ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله اووه ولسي کسان ووژل شول.

د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده وویل چې په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG