د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې د سرحدي پولیسو پر کنډک موټر بم برید شوی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د کندز په امام صاحب ولسولۍ کې د سرحدي پولیسو پر کنډک موټر بم برید شوی.

نن سه شنبه سهار ۷:۰۰ بجې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر کنډک د موټر بم چاودنه شوې.

د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي انتحار کوونکی چې له چاودیدونکو موادو ډک موټر کې سپور و هدف ته له رسیدو وړاندې پیژندل شوی او هدف ته له رسیدو وړاندې یې موټر بم چولی دی.

اعلامیه زیاتوي چې له چاودنې وروسته حمله کوونکو پر سرحدي ځواکونو ډزې کړي چې په نتیجه کې یې یو شمېر حمله کوونکي وژل شوي او نور تښتېدلي دي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې د حمله کوونکو شمیر نه دی ښودل شوی.

د کندوز ولایت ویاند عصمت الله مرادي وايي چې د امام صاحب ولسوالۍ کې پر سرحدي ځواکونو په برید کې ۲ تنه امنیتي سرتيري وژل شوي دي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

مرادي وايي چې وسله والو طالبانو غوښتل د سرحدي ځواکونو دغه کنډک ونیسي او ولسوالۍ ته سقوط وکړي، خو له موټر بم وروسته په مخامخ جګړه کې ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او وسلې یې د افغان امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG