د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د پوليسو د ځانګړو ځواکونو پر مرکز بريد پاى ته ورسېد


د دغه برید مسؤلیت لا کومې ډلې نه دی منلی.
د دغه برید مسؤلیت لا کومې ډلې نه دی منلی.

وسله والو کسانو نن سهار اکتوبر۲۷ (لړم۶) په خوست ښار کې د پوليسو ځانګړو ځواکونو پر مرکز موټر بم او ډله ییز بريد کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت وایي وسله والو لومړی د پولیسو د ځانګړو ځواکونو له مرکز سره له چاودېدونکو موادو ډک موټر ته چاودنه ورکړې او وروسته یې ډله ییز برید کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې په یاد برید کې ۱۶ امنیتي سرتیري او نهه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي او دوه تنه وژل شوي دي.

نوموړي نه دي ویلي چې وژل شوي کسان امنیتي کسان او که ملکي وګړي دي.

ارین نن مازديګر ناوخته وويل چې دغه ډله ييز بريد د اوو بريدګرو په وژل کېدو سره پاى ته ورسېدى٠

د عيني شاهدانو په وینا د ډزو په جريان کې د يوې بلې درنې چاودنې غږ هم اوريدل شوی، خو د خوست د پوليسو يوې سرچينې وويل چې دويم موټر بم ته دوی چاودنه ورکړې ده.

د خوست د ملکي روغتون رئیس ډاکتر سخي سردار وايي چې تر دې مهاله دغه روغتون ته درې جسدونه او ۳۳ ټپيان وروړل شوي دي.

د هغه په وینا په ټپیانو کې ۱۰ ملکیان او پاتې امنیتي سرتیري شامل دي.

تر اوسه د بريد مسؤليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او طالبانو هم په ې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG