د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو هلمند کې د افغان پوځ پر مرکز موټر بم برید کړی


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په هلمند کې د افغان قواوو پر یو مرکز د وسله والو طالبانو په ځانمرګي موټر بم حمله کې د پوځ ۳ سرتير وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

پېښه د شپې پر ۱۱ بجې د ګرشک ولسوالۍ په نهرسراج سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن دوشنبه مې۴(غويي۱۵)امریکا غږ اشنا ته وويل چې ممکن په پېښه کې د رامنځته شویو تلفاتو شمېر لوړ شي.

ده زیاته کړه چې ځانمرګي برید کوونکي خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د ګډو افغان ځواکونو د مرکز په نظام قرول کې چاودنه ور کړې چې تلفات يې رامنځ ته کړي.

ځواک زیاته کړه:"د ګرشک ولسوالۍ په مرکز کې د ګډو افغان ځواکونو پر مرکز د شپې ناوخته یوولس بجې ځانمرګی موټر بم شوی زموږ لومړني معلومات دادي چې درې تنه نظامیان پکښې وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي خو د تلفاتو شمېر ممکن تغیر وکړي، برید ګر د دغه نظامي مرکز په دخولي دروازه کې چاودنه کړې."

بلي خواته د ګرشک ولسوالۍ امنیه قومندان سمونیار اسماعیل خپلواک امریکا غږ اشنا ته وويل چې ځانمرګی موټر بم برید د یوې بار وړونکې لارې په وسیله شوی.

ده زیاته کړه چې دغه برید په سیمه کې د ملي اردو او ملي امنیت اړوند د پارتیزاني ګروپونو پر ګډ مرکز شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې:"په سیمه کې د افغان قواوو دغه ګډ مرکز د هلمند – هرات د لويې لارې د امنیت ساتلو مسئولیت په غاړه لري."

خو د هلمند یوه امنیتي مقام د خپل نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته وويل چې په دغه پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان دي.

سرچیني زیاته کړه چې د ګډو افغان ځواکونو دې مرکز ته هم زیان رسیدلی دی.

بلي خواته وسله والو طالبانو د یاد ځانمرګي برید مسئولیت په غاړه اخیستی او رسنیو ته په لیږلي يوه بیان کې يې د ګڼو افغان ځواکونو د وژل کيدو ادعا کړې.

ګرشک ولسوالي د ولایتي مرکز لښګرګاه په شمال ۱۲۰ کيلو مترۍ کې د کندهار – هرات پر لویه لار پرته پراخ نفوسه او اقتصادي ولسوالي ده چې د شمالي هلمند د شپږو ولسوالیو مرکز او دغه راز تر لښګرګاه ښار وروسته د هلمند دوهمه مهمه سیمه بلل کیږي.

د ګرشک ولسوالۍ په مرکزي برخه کې درې اونۍ وړاندي هم د پوليسو پر یوه مرکز ځانمرګی برید شوی و پوليسو ته پکښې مرګ ژوبله اوښتې وه.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG