د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې موټر بم چاودنې درې تنه وژلي ۲۱ ټپیان دي


د چارواکو په وینا د ولایتي شورا رئیس هم ټپي شوی دی
د چارواکو په وینا د ولایتي شورا رئیس هم ټپي شوی دی

د زابل په مرکز کلات ښار کې ځانمرګي موټر بم برید کې د ولایتي شورا رئیس ټپي شوی دی.

پېښه نن یکشنبه نومبر ۲۹ (لېندۍ نهمه) سهار لس بجې د ولایتي شورا د رئیس حاجي عطاجان حقبیان د کور مخ ته رامنځته شوې ده.

د زابل امنیه قوماندان سمونوال حکمت الله کوچي امریکاغږ اشنا ته وويل چې د ځانمرګي موټر بم برید پدې پېښه کې د ولایتي شورا رئیس ټپي شوی او د هغه د یو ساتونکي په ګډون دوه ماشومان وژل شوي دي.

نوموړي وويل: "نن سهار لس بجې هغه مهال چې د ولایتي شورا رئیس له خپل کور څخه د دفتر پر لوري د تګ په حال کې و، یو ځانمرګي برید کوونکي خپل له چاودیدونکو توکو ډک موټر د هغه د سپرلۍ له موټر سره نژدې چوولی دی چې په ترڅ کې يې د ولایتي شورا رئیس حقبیان او د هغه ساتونکی ټپي شوی او بل چاته زیان ندی رسیدلی، د شورا رئیس د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوی."

خو د زابل د عامي روغتیا رئیس ډاکتر لعل محمد توخي امریکا غږ ته وویل چې ولایتي روغتون ته د نننۍ پېښې څخه ټولټال ۲۱ تنه ټپیان ور وړل شوي دي.

هغه وويل چې په ټپیانو کې د ۴ تنو روغتیايي حالت نازک و چې د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوي.

د پېښي عیني شاهدان وايي چې چاودنه ډيره زوره وره وه چي له کبله يې په سیمه کې لوړ مالي زیانونه هم رامنځته شوي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان په پلازمېنه کابل کې د افغانستان د ولایتي شورا ګانو د اتحاديې مشري هم کوي.

پوره دوې اونۍ مخکې هم په کلات ښار کې د نوموړي له شخصي دفتر سره نېږدې د موټر بم چاودنه شوې وه چې ملکي خلکو ته پکښې مرګ ژوبله اوښتې وه.

تر اوسه چا د پېښي مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG