د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشان لپاره د طالبانو مرستیال والي په ځانمرګي برید کې وژل شوی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

بدخشان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي نن د سه شنبې په ورځ جون شپږم (جوزا۱۶) یو ځانمرګي بریدګر ددغه ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال موټر مخ ته د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې،چې له امله یې د والي مرستیال او یو بل تن وژل شوي دي.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي معازالدین احمدي امریکا غږ ته پیښه تائید کړه.

مولوي معزالدین وویل، چې یو ځان مرګي بریدګر د سه شنبې ورځې د سهار په ۸:۱۵ بجو د فیض اباد په ښار کې د دغه ولایت د محکمې ریاست سره نږدې د ولایت د مرستیال والي مولوي نثار احمد احمدي موټر مخ ته د چاودیدونکو توکو ډک خپل موتړ ته چاودنه ورکړه، چې له امله یې مولوي احمدي او د هغه ډرایور وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي احمدي وویل، چې په دې برید کې بریدګر هم وژل شوی دی.

په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته تراوسه د بدخشان ولایت مرکز کې د طالبانو په لوړ پوړو چارواکو څو بریدونه شوي دي.

د تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر ۲۶ (مرغومې پنځمه) د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ له ودانۍ سره نژدې په یو موټر کې د ځای پرځای شوو چاودېدنکو توکو د چاودنې له امله د دغه ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندان مولوي عبدالحق ابوعمر په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان و.

تراوسه د بدخشان په مرستیال والي باندې د برید مسولیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د دې دمخه د روان ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې په نهم ( کب ۱۸) د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي داود مزمل په خپل دفتر کې په یوه چاودنه کې د دوو نورو کسانو سره وژل شوی و. په دې برید کې اوه تنه ټپیان شوي و.

په داود مزمل باندې د برید مسولیت د داعش ډلې په غاړه اخیستی و.

XS
SM
MD
LG