د لاس رسي وړ اتصالات

مزارشریف کې چاودنه؛ بلخ لپاره د طالبانو والي په ګډون درې تنه وژل شوي


داوود مزمل، د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي ( ارشیف)
داوود مزمل، د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي ( ارشیف)

د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکي وايي، چې د بلخ ولایت د والي په دفتر کې په یوه چاودنه کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي داود مزمل په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

د بلخ ولایت د طالبانو د امینه قومندانۍ ویاند اصف وزیري امریکا غږ ته وویل، چې چادونه د پنجشنبې په ورځ شاوخوا نهه بجې د مارچ نهه ( کب ۱۸) د والي د دفتر کې رامنځ ته شوې ده.

ښاغلي وزیري وویل، چې چادونه د والي دفتر په دوهم پوړ کې رامنځ ته شوې، چې له امله یې داود مزمل او دوه نور ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه وویل، چې د چاودنې د بڼې په اړه پلټنې لا روانې دي. خو ځینو سیه ییزو سرچینو ویلي،چې یو ځانمرګي بریدګر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته د والي په دفتر کې چاودنه ورکړې ده.

په ورته وخت کې په مزارشریف کې د حوزوي روغتون چارواکي وايي، چې د پیښې له ځایه څخه دغه روغتون ته اوه ټپیان لیږدول شوي دي.

د بلخ ولایت د حوزوي روغتون سرطبیب معراج الدین فاروقي خبریالانو ته ویلي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

دا په تیرو څلورو میاشتو کې دوهمه چاودنه ده، چې په کې د طالبانو یو لوړپوړي چارواکي وژل شوي دي.

طالبانو ویلي و، چې د تیر میلادي کال د ډسمبر د میاشتې په ۲۶ ( مرغومې پنځم) د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ښار کې په یوه چاودنه کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو دامنیه قومندان عبدالحق عمر په ګډون درې تنه وژل شوي و.

طالبانو ویلي و، چې په بدخشان کې برید د چاودیدونکو توکو څخه د یو ډک موټر په واسطه شوی و. تراوسه د بلخ په ولایت کې د چاودنې مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

خو څلور میاشتې دمخه د بدخشان په ولایت د برید مسولیت داعش په غاړه اخسیتی و.

XS
SM
MD
LG