د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته نژدې چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې


کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته نژدې یو امبولانس د ځانمرګي برید د قربانیانو د انتقالولو په حال کې - د ۲۰۲۳ د مارچ ۲۷
کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته نژدې یو امبولانس د ځانمرګي برید د قربانیانو د انتقالولو په حال کې - د ۲۰۲۳ د مارچ ۲۷

د راپورنو له مخې د کابل د وهمې امنیتي حوزې اړوند «ملک اصغر» څلور لاره کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ته نژدې ځانمرګي برید یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ویل کیږي چې دغه چاودنه نن دوشنبه مارچ ۲۷ (وري اوومه) ماسپښین ۱:۲۰ دقیقې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مامورینو د رخصتۍ پر مهال رامنځته شوې ده.

په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، ځانمرګی بریدګر د «ملک اصغر» څلور لارې چیک پواینټ د امنیتي کسانو لخوا تر پيژندلو وروسته په نښه شوی چې چاودنه یې کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په بریدګر پوري د تړل شوو چاودېدونکو توکو چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

خالد ځدراڼ زیاته کړې: "د کابل ښار د دوهمې امنيتي حوزې اړوند د ملک اصغر په څلور لارې کې امنيتي چيک پواينټ ته نږدې يو ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې د امنيتي ځواکونو له لوري په نښه شو، د بريدګر د وژل کېدو په پايله کې هغه سره چاودېدونکي توکو چاودنه هم کړي چې له امله یې تر ۶ پورې ملکي کسان شهیدان او یو شمیر ټپیان شوي، په پیښه کې ۳ تنه مجاهدین هم ټپیان شوي."

نوموړي زیاته کړې پدې اړه نور معلومات به وروسته شریک کړي.

پر همدې مهال په کابل کې د ایمرجنسي روغتون پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د نننۍ چاودنې له ځایه د دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي چې دوه تنه یې دغه روغتون ته د رسېدو پرمهال مړه شوي دي.

تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه هم په یاده سیمه کې د یو ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي و او ۴۰ نور ټپیان شوي و.

هغه مهال د یادې چاودنې مسؤلیت داعش ډلې منلی و.

XS
SM
MD
LG