د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا ویروس؛ افغانستان د چین له ووهان څخه خپل محصلین وباسي


د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست لخوا رابلل شوې بېړنې غونډه
د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست لخوا رابلل شوې بېړنې غونډه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست په یوه بېړنۍ ناسته کې د چین په 'ووهان' ولایت کې د 'کرونا' ویروس له ګواښ سره مخامخ افغان محصلینو ته د عاجلې مرستې د رسولو غوښتنه کړې ده.

نن یکشنبه د «سلواغې پر ۶مه» د بهرنیو چارو وزارت پر ویب پاڼه په خپره شوې اعلامیه کې محمد هارون چخانسوري اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې په چین کې د افغانستان له سفارت سره په همغږۍ په دې اړه لازم تدابیر ونیسي.

اعلامیه وايي چې ښاغلي چخانسوري د ووهان " له ښار څخه د ځمکې او هوا له لارې د بند پاتې ۶۲ افغان محصلینو د ایستلو لازمې لارښوونې وکړې."

په داسې حال کې چې د ووهان ښار اوسېدونکي دا مهال د قرنطین په حال کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په چین کې افغان سفیر ته سپارښتنه کړې چې د قرنطین تر لیري کېدو پوري افغان محصلینو ته لازمې مرستې ورسوي او تر هغه وروسته افغان محصلین له دغه ښار څخه وباسي.

په چین کې د افغانستان سفیر جاوید قایم هم نن یکشنبه امریکا غږ ته وویل چې دا سفارت پدې هڅه کې دی چې دا محصلین له دغه ښاره وباسي.

د چین ووهان هغه ښار دی چې د کورونا ویروس پکې په لومړي ځل لیدل شوی او دا ویروس له همدغه ځای نه خپور شوی دی.

په چین کې د افغانستان سفیر وايي چې سفارت یې له افغان محصلینو سره په اړیکه کې دی او هڅه کوي چې دغو محصلینو ته مرسته ورسوي.

سفیر جاوید قایم امریکا غږ اشنا ته وویل"د چین چارواکي د کرونا ویروس سره په مبارزه کې زیات مسؤل دي، مونږ له دوی سره همغږي کوو، له ځينو افغان محصلینو سره خپله غږیدلی یم، نورو سره زمونږ د سفارت کارکوونکي په تماس کې دي، د چین د بهرنیو چارو وزارت سره مو خبرې کړي، هر کله چې د افغان محصلینو د ویستلو اجازه راکړل شي، عاجل اقدام کوو".

په همدې حال کې په ووهان ښار کې یوه افغان محصل مشعل جمالزوی د یوه ویدیو پيغام له لارې ویلي، چې پدغه ښار کې له یوې اوونۍ راهیسې قرنطین دي.

محصل جمالزوی ویلي، چې په ووهان ښار کې پنځوس محصلین دي، څلور کورنۍ اوسیږي، هره کورنۍ سره دوه دوه ماشومان دي.

جمالزوی ویلي:" په ووهان ښار کې زمونږ غټ مشکل دا دی، چې دا ښار د کرونا د ویروس سرمنشی ده، مونږ له خپل سفارت نه غواړو چې یو امن ځای ته مو انتقال کړي".

خو افغان سفیر وايي، له جمالزوی سره یې خبرې کړي دي.
د کرونا د ویروس په اړه په چین کې د افغان اوسیدونکو دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې چینايي چارواکو ویلي، چې د کورونا د ویروس له امله د مړو شمیر مخ په زیاتیدو دی.

د راپورونو له مخې تر دا مهاله په چین کې د کورونا ویروس له امله تر پرونه پوري ۴۱ تنه مړه شوي و.

XS
SM
MD
LG