د لاس رسي وړ اتصالات

د 'کورونا' ویروس چین کې ۴۱ تنه مړه کړي


چیني چارواکي وايي، د دغه هیواد په ځینو ښارونو کې د 'کورونا' ویروس له امله د ومړو شوو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی چې له امله یې تر دا مهاله ۴۱ تنه مړه شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ د «جنورۍ پر ۲۵مه» د چیني چارواکو په حواله ویلي چې دغه ویروس تر دا مهاله د دې هیواد په څلورو ښارونو کې خلک مړه کړي دي.

د دغه وژونکي ویروس له پیدا کېدو سره هم مهاله چیني چارواکو په دغه هیواد کې د نوي کال په مناسبت مراسم او جشن چې ټاکل شوې وه د جنورۍ له ۲۵ څخه بیا د فبرورۍ تر اتمې پوري په بېجینګ کې تر سره شي لغوه اعلان کړ.

د چیني چارواکو د راپور په اساس تر دا مهاله د دغه هیواد په ۲۹ ولایتونو کې ۱۲۸۷تنه په یاد ویروس اخته شوي چې د ځينو روغتیايي حالت جدي دی.

دغه هیواد ګووهانګ ښار ته چې د لومړي ځل لپاره دغه ویروس پکې پیدا شوو پر سفرونو بندیز لګولی دی.

'کورونا' ویروس د ډسمبر میاشتې څخه بیا تر دا مهاله د چین، ټایوان، جاپان، سنګاپور، جنوبي کوریا او امریکا ځینو برخو کې خپور شوی دی.

پر همدې مهال د'کورونا' ویروس دوهمه پېښه تېره ورځ د امریکا په متحده ایالاتو کې ثبت شوې ده.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول ادارې د معلوماتو په اساس په دغه ویروس اخته شوې یوه ۶۰ کلنه ښځه ده چې د چین د 'ووهان' ښار څخه شیکاګو ایالته ګرځېدلې وه چې دا مهال تر قرنطین لاندې ده.

امریکايي چارواکو ویلي چې دغه ښځه د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې د چین 'ووهان' ښار ته تللې وه، هغه سیمه چې د لومړي ځل لپاره د 'کورونا'ویروس پکې پیدا شو. یاده ښځه په جنورۍ کې بېرته شیکاګو ته تللې وه.

XS
SM
MD
LG