د لاس رسي وړ اتصالات

نوي چینایي ویروس امریکا د مسافرو معاینه کولو ته اړ کړه


د امریکا روغتیایي مقامات وایي د یو نوي چینایي ویروس د علایمو د معلومولو لپاره په هوایي ډگرونو کې هغه مسافر معاینه کوي چې د چین د مرکزي برخو څخه متحده ایالاتو ته راځي.

دغه نوي چینایي ویروس تر اوسه دوه تنه مړه کړي او په لسگونو نور یې ناروغ او په روغتونونو کې بستري کړي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز ویلي دي چې د سانفرانسیسکو، نیویارک او لاس انجلس په هوایي ډگرونو کې مسافر معاینه کیږي او زیاته پاملرنه هغو پروازونو ته اړول کیږي چې د چین د مرکزي ښار وهان نه د امریکا متحده ایالاتو ته راځي.

د وهان ښار ددغه ویروس د خپریدو مرکز دی چې تر اوسه یې دوه تنه په تایلند او یو تن په جاپان کې ناروغ کړي دي. مقاماتو ویلي چې دغه کسان د چین وهان ښار ته هم تللي وو.

د چین روغتیایي مقاماتو ویلي اکثر کسان چې ناروغ شوي یا یې د وهان ښار په څنډه کې د غذایي موادو د بازار لیدنه کړې یا یې هلته کار کړی دی.

روغتیایي مقاماتو ویلي چې دغه ویروس یې د کرونو د ویروس د یو نوي دول په توگه په نښه کړی چې د هغو ویرسونو په کورنۍ کې شامل دی چې ذکام هم په کې شته.

هغه مسافر چې ددغه ویروس علایم په کې لیدل کیږي روغتون ته استول کیږي او هلته قرنطین کیږي.

یو شمیر آسیایي هیوادونو هم د هغو مسافرو معاینه کول پیل کړي چې د چین مرکزي ساحو یا دغه هیواد ته سفر کړی وي او یا یې پروازونه په وهان ښار کې تم شوي وي.

XS
SM
MD
LG