په داسې حال کې چې لا هم د افغانستان د کونړ په ولایت کې د دوشنبې د شپې په زلزلې کې د ژغورنې عملیات روان دي، په پېښې کې د مړه شویو کسانو شمېر تر ۱۴۰۰ اوښتی دی.
د طالبانو حکومت ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپل ایکس حساب کې د پېښې تازه جزیات خپاره کړي دي.
هغه لیکلي دي: «د کنړ ولایت په نورګل، څوکۍ، چپه دره، پیچ دره، وټپور او اسعد اباد ولسوالۍ کې تر دې مهاله د شهيدانو مجموعي شمېر ۱۴۱۱ ، د زخميانو شمېر ۳۱۲۴ تنه او د تخريب شويو کورونو شمير تر ۵۴۱۲ پورې رسيږي.»
نوموړي لیکلي چې لا هم هلته د ژغورنې عملیات روان دي او په خبره یې هغو سيمو ته چي الوتکې ورتلای نه شي، پلي «ځواکونه استول» شوي دي، چې «زخميان له خاورو لاندې نه راوباسي او تر مساعد ځای پورې يې انتقال» کړي.
حمدالله فطرت لیکلي دي چې د خاص کونړ په ولسوالۍ کې یو «کمپ هم جوړ شوی چې خدماتي او نورې کميټې په کې مواد او عاجلي مرستې» تنظيموي او د پېښې ځای ته نژدې «دوه مرکزونه هم جوړ شوي چي د زخميانو انتقالات، د شهيدانو تدفين او پاتي کسانو ژغورلو» چارې له نژدې اداره کوي.
اندېښنه او مرستې
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارد بینیت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده او ویلي دي چې د ښځینه کارکوونکو موجودیت د مرستو په رسولو کې حیاتي دی.
هغه لیکلي دي: «په سیمه کې د ژغورونکو د زړور او چټک اقدام څخه مننه. خو د تل په څېر، په بشري چارو کې د ښځو موجودیت حیاتي دی چې اړمنو ته مرستې ورسوي.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي دي، چې زیانمنو شویو کسانو له زلزلې څخه وروسته په ازادې فضا کې شپه سبا کړه. د دغې ادارې د ایکس په رسمي حساب کې لیکل شوي دي: «د تباهۍ اندازه د ځايي مقاماتو او خلکو تر اندازې خورا زیاته ده چې مرستې ورسوي. افغانان زموږ مرستو ته اړتیا لري.»
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش تېره ورځ په خپل ایکس حساب کې لیکلي وو: «د قربانیانو له کورنۍ سره خواخوږي څرګندوم او زخمیانو ته عاجله شفا غواړم. په ځپل شویو سیمو کې اړمنو خلکو ته د مرستو لپاره د ملګرو ملتونو ډلې به د هېڅ ډول هڅو څخه دریغ کړي.»
د زلزلې مرکز
د متحدو ایالتونو د جیولوژي سروې د معلوماتو په اساس د دغې زلزلې مرکز د ننګرهار جلال اباد و.
په ۲۰۲۲ کال کې هم د افغانستان په ختیځ او جنوب ختیځو سیمو کې زلزله وشوه، چې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان په کې مړه شول او سلګونه نور یې ژوبل کړل.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې هم څو زلزلې وشوې چې د طالب مقاماتو په وینا په هرات کې یې شاوخوا ۴۰۰۰ کسان مړه کړل، خو ملګري ملتونه وايي ۱۵۰۰ کسان مړه شوي وو.
په افغانستان کې اکثریت کورونه له خښتیو او سیمنټو څخه جوړ دي او په لیرو پرتو سیمو کې له خښتیو او خټو څخه جوړېږي چې د قوي زلزلو تاب نه لري.
فورم \ دبحث خونه