د لاس رسي وړ اتصالات

غزني او فراه کې افغان ځواکونو او طالبانو ته تلفات اوښتي


د غزني او فراه سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په دغو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې دواړو خواو ته تلفات اوښتي دي.

د غزني د ولایتي روغتون رئیس بازمحمد همت د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۷ (وږي شپږمه) امریکا غږ ته وویل چې د افغان ځواکونو یو مړی او ۱۳ ټپیان د کابل-کندهار د لویې لارې له اوږدو او د غزني د ښار اړوندو سیمو څخه دغه روغتون ته انتقال شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه شمیر افغان ځوکونو ته د ماین چاودنې له امله او له طالبانو سره په مخامخ نښته کې مرګ‌ژوبله اوښتې چې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د غزني د پولیسو ویاند احمدخان سیرت امریکا غږ ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تیره شپه د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ، قیاق دره او آرزو کلي کې د اردو او پولیسو پر پوستو او د ملي امنیت پر قطعاتو باندې لس بریدونه کړي.

د ښاغلي سیرت په وینا دغه بریدونه بېرته په شا تمبول شوي خو د اوښتو تلفاتو په اړه یې څه ونه‌ویل.

غزني کې د اردو د درېیمې لوا ویاند علي شکاري وویل چې د قره‌باغ ولسوالۍ په موشکان سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې څلور طالب جنګیالي وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.

فراه کې موټربم برید

د فراه ولایتي شورا وايي چې طالبانو نن سهار شاوخوا ۶:۳۰ بجې د دغه ولایت د پشت‌رود ولسوالۍ په ګجګین سیمه کې د ملي اردو پر یوې پوستې د موټربم برید کړی دی.

د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع امریکا غږ ته وویل په دې برید کې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د هغه په وینا له موټربم برید وروسته د ملي اردو ځواکونو او طالبانو ترمنځ وسله‌واله نښته هم وشوه چې څو ساعته یې دوام وکړ.

ښاغلي قانع ادعا وکړه چې په دغه برید کې اوه طالب جنګیالي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

خو د فراه امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم تراوسه په دې تړاو تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG