د لاس رسي وړ اتصالات

هند په احتیاط سره پاکستان ته د امریکا د مرستو د بندیدو هرکلی کړی


د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په ویشل شوې پوله د هند بیرغ
د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په ویشل شوې پوله د هند بیرغ

هندي مقاماتو پاکستان ته د امریکا د ١.٩ میلیارد ډالرو امنیتي مرستې د بندیدو په اړه اوس په محتاطانه ډول خوشبینې ښودلې.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي پاکستان ته د ١.٩ میلیارد ډالرو امنیتي مرستې ورکول تر هغې ځنډوي چې اسلام اباد د افغان طالبانو، حقاني شبکې او نورو تروریستي ډلو پر ضد اقدام نه وي کړی.

د امریکا متحده ایالاتو وروسته له هغې پاکستان ته خپلې مالي مرستې وځنډولې چې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ په گډون واشنگټن اسلام آباد تروریستانو ته د پناه ځایونو په ورکولو تورن کړ او ادعا یې وکړه چې اسلام آباد د ترهگرو پر ضد جدي اقدام نه کوي.

اسلام آباد تل دغه ډول ادعاوی رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان پخپله د تروریزم قرباني دی او د ترهگرو پر ضد یې جگړې کړې دي.

د اسلام آباد پر ضد د واشنگټن وروستي اقدامات په پراخه توگه هندي مقاماتو ستایلي دي. هند له اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي چې دا هیواد د هغو ترهگرو ډلو د بریدونو قرباني دی چې په پاکستان کې پناه ځایونه لري.

خو په نومي ډهلي کې میشت د Vivekananda International Foundation په نامه د یو څیړنیز مرکز رئیس آروند گوپتا وایي "له وخت مخکې ده چې د جمهور رئیس ټرمپ د اقدام په اړه قضاوت وشي، خو دا ډول لید لوری تازه او نوی دی".

په عین وخت کې په هند کې زیات خلک پدې باور دي چې د واشنگټن عمده اندیښنه داده چې پاکستان د ترهگرو ډلو لکه حقاني او طالبانو پر ضد جدي اقدام نه کوي، ځکه متحده ایالات په افغانستان کې ثبات غواړي.

په نوي ډهلي کې میشت یو شمیر څیړونکي پدې باور دي چې باید "انتظار شي او وگوري" چې د پاکستان په وړاندې د امریکا نوې پالیسي څه نتیجه ورکوي.

په نوي ډهلي کې میشت د دفاعي مطالعاتو د انستیوت یو متخصص سوک دیف مووني دوه پوښتنې مطرح کوي: لومړی، آیا د پاکستان په وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو پالیسي به پر مخ ولاړه شي او که نه؟ دوهم، آیا متحده ایالات به هند هم په دې قضیه مې په پام کې ونیسي او که نه؟

د امریکا متحده ایالاتو د ٢٠١٧ کال د اگست په ١٧ په کشمیر کې میشت حزب المجاهدین باندې بندیزونه ولگول او دغه ډله یې "یو بهرنی ترهگر سازمان" وگاڼه.

له دې دمخه د ٢٠١٧ کال په جون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حزب المجاهدین مشر سید صلاح الدین، یو نړیوال ترهگر وباله او پر دې حزب باندې د فشار لپاره یې بندیزونه پرې ولگول.

حزب المجاهدین په ۱۹۸۹ کال کې د پاکستان تر کنترولاندې کشمیر په مرکز مظفر آباد کې جوړ شو او ویل کیږي چې په کشمیر کې تر ټولو ستره سخت دریځه ډله ده.

د هند د غوښتنې په پام کې نیول

د پاکستان په وړاندې د امریکا د جدي اقدام سره سره په نوي ډهلي کې میشت یو شمیر څیړونکي په دې باور دي چې د جمهور رئیس ټرمپ د ادارې تازه اقدام ښایي اسلام آباد اړ نه کړي چې حزب المجاهدین په څیر سخت دریځو او ترهگرو ډلو ته د پناه ځایونو له ورکولو ډډه وکړي. خو داسې بریښي چې امریکایي مقامات به د هند اندیښنو ته پام وکړي.

په هند کې د امریکا سفیر کنت جستر، تیره پنجشنبه وویل چې واشنگټن په څرگنده ویلي دي چې "له سرحد اخوا ترهگري او ترهگرو ته د امن ځایونو برابرول په هیڅ ځای کې" د زغم وړ ندي.

خو کله چې د ښاغلي جستر نه په دې هکله پوښتنه وشوه چې ولې متحده ایالاتو پر پاکستان باندې د کومکونو د ځنډولو د اعلان پر وخت په هند کې د فعالو ترهگرو ډلو نومونه یاد نکړل، دغه امریکایي دیپلومات په ځواب کې وویل "پاکستان د افغانستان د وضعیت په اړه خورا زیات د اهمیت وړ دی" او په افغانستان کې ثبات د اسلام آباد د برخې اخیستلو پرته ښایي ممکن نه وي".

د هند بله اندیښنه داده چې پر پاکستان د امریکا د فشار دوام ښایي ددې سبب شي چې اسلام آباد چین ته نور هم نږدې شي ځکه هغه هیواد چې هڅه کوي د اسیا په جنوب کې خپل نفوذ پراخ کړي او دا هغه څه دي چې نوی ډهلی یې لیدل نه غواړي.

XS
SM
MD
LG