د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د اختر ورځو کې په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا (یوناما) د راتلونکي لوی اختر په مناسبت په دغه هیواد کې د اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې ده.

یوناما نن چهارشنبه جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۳) د افغانستان له حکومت او وسله والو طالبانو څخه غوښتي چې د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړي او په خبره یې دا کار له دوامداره او معنا لرونکو خبرو اترو سره مرسته کوي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې ملکي وګړو ته د زیان نه رسیدو تر ټولو ښه لاره د سولې خبرو اترو ته بیا ورګرځېدل یاد کړي او ټینګار یې کړی چې دغه بهیر باید له سره پیاوړی شي.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي: "هغوی چې د افغانستان او افغانانو راتلونکي ته لیواله دي، باید د سولې خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي او د افغانستان د بنسټونو د ساتنې په ګډون د داسې اقداماتو ژمنه وکړي، ترڅو د ټولو افغانانو هوساینه یقیني شي."

پر همدې مهال د افغانستان د وسله وال پوځ ویاند جنرال عمر شینواري نن چهارشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت هر وخت د اوربند غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړه: "د اوربند ټینګېدو په اړه کوم شرایط چې زموږ سیاسي مشران یې لري، لېواله یو او دا د افغانستان او د خلکو غوښتنه ده."

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او پر هغو خلکو د تاوتریخوالي د ادعاوو په اړه چې د روانو جګړو له امله په ټول هېواد کې اغېزمن شوي دي اندېښنه ښودلې ده.

یوناما زیاته کړې: "په پراخه کچه د وژنو، ناسم چلند او تبعیض په اړه ځورونکو رپورټونو ویره او ناامني رامنځته کړې. ددغه ډول کړنو له ترسره کونکو سره باید حساب وشي."

ملګري ملتونو ټینګار کړی چې ښکېلې غاړې مکلفې دي چې د افغانانو عزت او بشري حقونو ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې چې دا مهال تر بل هر وخت په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG