د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو څار: طالبانو په کندز کې د ملکیانو کورونه سوزولي


ارشیف
ارشیف

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې طالب جنګیالیو د روانې میاشتې په پیل کې په کندز ولایت کې د باغ شرکت د اوسیدونکو کورونه د افغانستان له حکومت سره د همکارۍ په تور لومړی لوټ کړي او وروسته یې سوزولي دي.

د بشري حقونو دغه ملاتړي سازمان د چهارشنبې په ورځ جولای ۷ (چنګاښ ۱۶) په یو بیان کې وویل چې طالبانو دغه راز د باغ شرکت اوسېدونکي له سیمې څخه شړلي دي.

په بیان کې راغلي چې که څه هم طالبانو په باغ شرکت کې د خلکو د کورونو لوټل او سوزول رد کړي، خو د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې طالبانو تل د افغانستان له حکومت سره د همکارۍ په تور له ملکيانو سره بد چلند کړی دی.

د دغه سازمان د اسیا د څانګې مشرې پټریشیا ګاسمن وویل چې د طالبانو مشران له ملکیانو سره د خپلو جنګیالو د بد چلند د مخنیوي وړتیا لري خو د هغې په وینا دوی دې کار ته هېڅ لیوالتیا نه ده ښودلې.

د بشري حقونو د څار سازمان د بیان له مخې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې کله چې طالبان د باغ شرکت سیمې ته دننه شول، په لوډسپیکرو کې یې د سیمې په اوسېدونکو غږ وکړ چې خپل کورونه خوشې کړي او له باغ شرکت څخه ووځي.

د دغه سازمان د معلوماتو په اساس د طالبانو له ګواښ وروسته شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې زیاتره کورنۍ د تخار مرکز تالقان او د بدخشان مرکز فیض‌اباد ته بې‌ځایه شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی چې پر ملکیانو بریدونه، د هغوی د شتمنیو غلا کول او د کورونو سوزول د نړیوالو بشري قوانینو خلاف دي او په ملکیانو باندې په قصدي ډول بریدونه جنګي جنایت بلل کېږي.

دغه سازمان ویلي چې له ملکیانو سره د طالبانو د بد چلند په اړه معلومات یې د باغ شرکت له اوسېدونکو سره د ټیلیفوني اړیکو له لارې راټول کړي دي.

د طالبانو ډلې تراوسه د بشري حقونو د څار سازمان د بیان په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د بریدونو په اړه د امریکا د شارژدافیر انتقاد

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن وايي چې د طالبانو په وروستيو یرغلیزو بریدونو کې د افغانانو بشري حقونه نقضېږي.

ښاغلي ویلسن د چهارشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي چې د طالبانو بریدونو دا "ویره" رامنځ ته کړې چې دغه ډله د افغانانو د غوښتنې په خلاف غواړي په زوره واک تر لاسه کړي.

د امریکا د سفارت شارژدافیر یو ځل بیا له طالبانو څخه وغوښتل چې د "ښه نیت او ریښتینې ارادې" په ښودلو سره مذاکرات وکړي ترڅو یو سیاسي توافق ته په رسېدلو سره په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

دغه امریکايي چارواکي د خپلو پیغامونو په پای کې د "همدا اوس اوربند" هشټګ هم کارولی دی.

XS
SM
MD
LG