د لاس رسي وړ اتصالات

د ماتیدو له خطر سره مخ د اسرائیل او لبنان اوربند

اسرائیل د سې‌شنبې په ورځ د لبنان د سوېل د ۱۶ ښارګوټو اوسېدونکو ته د وتلو امر وکړ او خپل هوايي بریدونه یې د بقاع درې ته وغځول. سره لدې چې د امریکا په منځګړیتوب شوی اوربند د اپرېل له ۲۶مې څخه د درېیو اوونیو لپاره غځول شوی دی، د حزب الله ډلې د اسرائیلي ځواکونو پر ضد د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکوي.

د اسرائیل هوايي ځواک ویلي چې د بقاع درې او د لبنان په سوېل کې یې د حزب‌الله له ۲۰ څخه ډېر بنسټیز هدفونه په نښه کړي چې د وسلو زېرمې، د وسلو د تولید یو مرکز، او د توغندیو د توغولو ځانګړي ځایونه پکې شامل دي.

د اسراییل دفاغي ځواک ویلي چې د لبنان په سوېل کې یې د حزب‌الله له ۱۰۰۰ څخه ډېر بنسټیز تاسیسات له منځه وړي او سلګونه وسلې یې موندلې دي چې پکې درنې ماشينګڼې، د ټانک ضد توغندي، آر پي جي، ماینونه او د هاوان مرمۍ شاملې دي.

حزب‌الله د سې‌شنبې په ورځ د لبنان په سویل کې پر اسرائیلي ځواکونو څو بې‌پیلوټه الوتکې توغولې دي. د پوځ په وینا په جلا برید کې یو اسرائیلی سرتېرى سخت ټپي شوی او بل لږ ژوبل شوی دی.

حزب‌الله د دوشنبې په ورځ د لبنان حکومت په خیانت تورن کړ او له اسرائیل سره یې د سولې خبرې غیر ضروري امتیاز او سپکوونکې وبللې.

د لبنان ولسمشر جوزف عون په یوه بیان کې په غیر مستقیم ډول د حزب‌الله پدې پرېکړه نیوکه وکړه چې ولې د مارچ په میاشت کې دا ډله سیمه‌ییزې جګړې ته داخله شوه، او ویې ویل: "کله چې جګړې ته ولاړئ، ایا مخکې مو ملي اجماع ترلاسه کړې وه؟"

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د مارچ له ۲مې راهیسې د اسرائیلي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۵۲۱ کسان وژل شوي دي. دغه وزارت نه ده څرګنده کړې چې له دې وژل شویو کسانو څخه څو تنه جنګیالي وو.

د اسرائیلو د معلوماتو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې دوه ملکي اسرائیلیان وژل شوي دي، یو اسرائیل په شمال کې د حزب‌الله د راکټي برید له امله او بل د لبنان پولې ته نږدې د اسرائیلي ځواکونو د "دوستانه ډزو" په ترڅ کې.

پدې برسیره ۱۶ اسرائیلي سرتېري د لبنان په جګړې پورې تړلو پېښو کې وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG