د لاس رسي وړ اتصالات

د غلام خان بندر له لارې پاکستان ته د تاجکستان د مالونو لیږد 


غلام خان بندر
غلام خان بندر

د منځنۍ آسيا هېوادونو لومړنۍ سوداګريزه محموله نن خوست ته ورسېده او د غلام خان بندر له لارې د پاکستان سوداګريز مرکز کراچۍ ته روانه شوه.

د خوست ولايت يو سوداګر انور تڼي امريکاغږ ته وويل، چې دا د غلام خان بندر له لارې د منځنۍ آسيا لومړنۍ سوداګريزه محموله ده چې له دغه بندر نه لیږل کیږي.

ښاغلي تڼي زياته کړه چې په دې محموله کې د ډبرو سکاره بار دي، چې پاکستاني سوداګرو په تاجکستان کې پېرلي او د خوست سوداګرو يې ورته د لېږد زمېنه برابره کړې ده: «دا ۱۲موټر دي چې نن له تاجکستان نه راورسېدل. په دې موټرو کې د ډبرو سکاره بار دي. موږ غواړو چې له دغې لارې سوداګرۍ ته پراختيا ورکړو».

د خوست والي مهمند کټوازي د دغې محمولې هرکلی کړی او ويلي يې دي چې غلام خان بندر له پاکستان سره د نورو ټولو بندرونو په پرتله د سوداګرو او ترانزېټي توکو له پلوه ارزانه او لنډه لار ده.

شاوخوا دوې مياشتې مخکې هم يوه ترانزېټي محموله له پاکستان نه د غلام خان بندر له لارې افغانستان ته وارده او د حيرتان بندر له لارې تاجکستان ته هېواد ته استول شوې وه.

خو د خوست د سوداګرۍ او صنايعو د خونو رئيس نواب اميرزي امريکاغږ ته وويل، چې دغه محمولې په رسمي ترانزېټ کې مرسته کوي، خو زیانوي چې: «که موږ د پاکستان او تاجکستان مالونو ته خپله جغرافيه په واک کې ورکوو، په مقابل کې يې بايد پاکستان هم زموږ هغه مالونه چې په کراچۍ کې پراته دي او زموږ خپل صادرات چې هندوستان ته يې لېږو، خپله جغرافيه په واک کې راکړي، نو دې ته ترانزېټ وايي».

افغان او پاکستاني حکومتي چارواکي او د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو سوداګر په دې باور دي، چې د غلام خان لاره یوازې د خوست او شمالي وزيرستان او نږدې سيمو لپاره نه، بلکې د منځنۍ آسيا لپاره د مرکزي تجارتي دروازې حيثيت لري.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG