د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د جنوب نه شمال ته د جګړې د غزولو پلان نشته


اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په لوی لاس د افغانستان د شمالي ولایتونو د ناامنه کولو په باب اوازې اساس نه لري
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په لوی لاس د افغانستان د شمالي ولایتونو د ناامنه کولو په باب اوازې اساس نه لري

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په لوی لاس د افغانستان د شمالي ولایتونو د ناامنه کولو په باب اوازې بې اساسه بولي او وایي چې افغان او نړیوال ځواکونه په خپله وسه د امنیت د ټینګیدلو لپاره هڅې کوي.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ د وزیرانو د شورا د دارالانشاء د نوي رئیس نصرالله بریالی ارسلایي د دغې دارالانشا مامورینو ته د ورپیژندلو په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د خلکو د استازو سره د کتنو په وخت ورځني تل یوه پوښتنه کیږي، چې اوس د افغانستان د ناامنه کولو پروګرام په مخ کې دی تاسې څه پلان لری؟.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وویل "د ملي یووالي د حکومت د یو مسول شخص په توګه غواړم یو ټکی روښانه کړم، تبصره کیږي چې جګړې ته لمن وهل زمونږ د نړیوالو همکارانو له خوا یو قصدي عمل دی تر څو د افغانستان شمال ته د دې جنګ لمنه وغزیږي او بیا له هغو سیمو نورو ځایونو ته پراخه شي، زه کله کله دا ډول تبصرې د ډیرو با خبره کسانو نه هم اورم او یا دا چې د ملي یووالي حکومت پخپله د جنوب څخه د افغانستان شمال ته د جګړې د لیږدولو پرګرام لري بیا نړیوال دوستان او همکاران هم لاس سره یو کړی تر څو ددې لپاره چې د روسیې فدراسیون ته یې ګواښونه را ولاړ کړي اوسي دغسې یو پلان یې ترتیب کړی دی".

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس دا ډول تعبیرونه ناسم وبلل او وې ویل، چې افغان حکومت او نړیوال ملګري یې شپه او ورځ د افغانستان د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره هلې ځلې کوي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وویل "غواړم تاسو ته د یو ټکي یادونه وکړم او په څرګنده او په مسولیت یې تاسو ته وړاندې کړم د ملي یووالي حکومت ټول چارواکي د افغانستان جمهوررئیس او د ملي یووالي د حکومت همکاران شپه او ورځ خلکو ته د امنیت د خوندیتوب لپاره په هڅو بوخت دي".

اجرائیه رئیس دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې په تیرو څلورواونیو کې د افغانستان په دریو شمالي ولایتونو بدخشان، کندوز او بغلان کې د افغان امنیتي ځواکونو په مرکزونو د مخالفو وسله والو بریدونه زیات شوي دي.

افغان امنیتي چارواکي وایي، نه یوازې دا چې په شمال کې یې د خپلو مخالفو وسله والو بریدونه په شا تمبولي، بلکې د افغانستان په مرکزي او ځینو جنوبي ولایتونو کې یې هم د خپلو مخالفانو په وړاندې بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد د شنبې په مازیګر د دفاع په وزارت کې خبریالانو ته وویل چې د غزني د ولایت د ناوې په ولسوالۍ د طالبانو د لسو کالو کنټرول وروسته افغان امنیتي ځواکونو دا ولسوالۍ د جمعې په ورځ له خپلو مخالفانو نیولې ده.

جنرال مراد وویل " په تیرو لسو کلونو کې دا ولسوالۍ د دښمن تر واک لاندې وه، او د یوډیر قوي مرکز په توګه چې له هغه ځایه ویره اچوونکي او تروریستان تمویل کیدل، تجهیز کیدل اوپه هغه ځای کې یې روزنه ترلاسه کوله او له ناوې ولسوالۍ څخه نورې سیمې او ولایتونه چې په هغه امتداد پراته وو ګواښل کیدل چې نن پای ته ورسیدل".

طالبانو د ناوې د ولسوالۍ په هکله د افغان حکومت د امنیتي چارواکو د دغې نوی ادعا په باب څه نه دي ویلي خو تیره ورځ طالبانو په یو بیان کې د دغې ولسوالۍ له لاسه ورکولو په باب د افغان حکومت د امنیتي چارواکو څرګندونې بې اساسه بللې وې او ویلي دي چې افغان حکومت امنیتي چارواکي د خپلو ځواکونو د مورال د لوړولو لپاره دا ډول څرګندونې کوي.

XS
SM
MD
LG