د لاس رسي وړ اتصالات

خالد: افغان پوځ له دفاعي حالت څخه باسم


د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د شنبې په ورځ د «مرغومې پر ۸مه» وویل چې ملي اردو به له دفاعي حالت څخه راوباسي او د «دښمن» ځالګیو ته به پسې ورشي.

ښاغلي خالد وویل چې د افغانستان په جگړه کې د بریالیتوب لپاره دې ته اړتیا ده چې پر "دښمنانو" باندې د هغوی په مرچلو کې برید وشي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي د ملي اردو په لیکو کې به ملي یووالی نور هم پیاړوړی کړي او تر دې وروسته به د قومي تقسیم په اړه خبرې نه وي.

ښاغلي خالد وویل چې دوی د لوی افغانستان نقشې ته ګوري او د هیواد مېشت قومونه باید د وطن دفاع ته سینه سپر او له امتیازاتو څخه یې ګټه واخلي.

اسدالله خالد زیاته کړه "دا په دې معنا نه ده چې دلته مفسید پښتون، غافل هزاره، او لا بېکاره تاجک او ازبک په دې نامه چې دا سهمیه ده، دی به همدلته وي."

هغه وویل، د ملي اردو دا شعار چې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله له وخته پاتې دی، «سر ورکوو سنګر نه ورکوو» له دې وروسته به وایوچې "سر وهو، سنګر به یې نیسو".

ښاغلی خالد وایي چې د اردو په لیکو کې به همغږي رامنځته کړي او د کومانډو او خاصو ځواکونو تمرکز به یوازې او یوازې پر پوځي عملیاتو باندې وي.

افغان سرتېري
افغان سرتېري

​د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د افغانستان دفاع وزارت د سرپرست په توګه د اسدالله خالد د معرفي کولو په غونډه کې وویل «ترهګر» او نور وسله وال مخالفین چې له هرې خوا یې ملاتړ کېږي د افغانانو عزم نشي ماتوالی.

ښاغلي محب وویل، افغان حکومت به د امنیتي ادارو د کارکوونکو په سر ښندنو باندې معامله ونه کړي او د جګړې په مدیریت سره به وسله وال مخالفین د سولې خبرو ته اړ کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار زیاته کړه چې د «دښمن» تعریف روښانه دی او په خبره یې هر هغه څوک چې د نظام د تخریب هڅه کوي، دښمن دی او په وړاندې به یې جدي اقدام کېږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب

ښاغلي محب وویل "لکه څرنګه چې د ښه او بد ترهګر ترمنځ تفکیک نه کوو، نور به د ښه او بد دښمن ترمنځ هم تفکیک نه وي."

هغه وویل چې سوله لومړیتوب دی، خو وايي چې سوله به له هغه چا سره کېږي چې سولې ته له زړه چمتووالی ولري.

ښاغلي محب زیاته کړه جګړه باید مدیریت شي، «دښمن» باید سول ته اړکړل شي‌ او په امنیتي لیکو کې باید په واقعي معنا اصلاحات رامنځته شي.

هغه وویل چې په امنیتي‌، استخباراتي‌ برخو کې تجربه، قاطع دریځ او له «دښمن» څخه شناخت د دې لامل شول چې اسدالله خالد د دفاع وزیر په توګه معرفي شي.

ښاغلي محب وویل "پر نوموړي (خالد) څو وارې د دښمن بریدونه دا په ډاګه کوي چې، هغوی له اسدالله خالد څخه سخت بېرېږي او نن ورځ دفاع وزارت ته د همدغه شان رهبرۍ اړتیا ده." هغه دا هم وویل چې د اسدالله خالد په راتګ سره د «دښمن» سپینې تښېدلې دي.

XS
SM
MD
LG