د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د ملتپانې په ضد او پلوۍ مظاهرې


دوېرجنیا ایالتي پولیسو ددغه ایالت د پوهنتون مخه مخکې ترمخکې دامکاني تشدد لپاره نیولې ده؛ وېرجنیا آگست، ١١ مه ٢٠١٨ کال.
دوېرجنیا ایالتي پولیسو ددغه ایالت د پوهنتون مخه مخکې ترمخکې دامکاني تشدد لپاره نیولې ده؛ وېرجنیا آگست، ١١ مه ٢٠١٨ کال.

ډانلډ ټرمپ: یوکال مخکې په شارلېټسوېل کې بلوا د بې ځایه مرگ او تفرقې سبب شوه. پکارده موږ د یوملت په توگه سره یوشو.

د یکشنبې په ورځ (اګست۱۲) په واشنګټن ډي سي او نورونو ښارونو کې زرګونو کسانو د شارلیټسویل د پېښې یاد تازه کړ.

په متحدو ایالاتو کې د ملیت پالو او سخت دریځو سپین پوستانو تحریک، نن په پلازمینه واشنگټن کې د کانگرس مخې ته مظاهرې وکړې.

د واشنگټن ډي سي او شارلټسویل په ښارونو کې د مظاهرو سره جوخت د امنیت د ټینگولو هڅې هم روانې دي. ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شنبې په ورځ د وحدت او یووالی غوښتنه وکړه او وویل "پکار ده موږ د یوملت په توگه سره متحد شو."

ولسمشرډانلډ ټرمپ د زندان پراصلا‍حاتو په اړه دنیوجرزي ایالت له مشرانو سره خبرې کويْ؛ د نیوجرزی ایالت د ټرمپ د گلف ملي کلوپ د آگست نهمه ٢٠١٨ کال
ولسمشرډانلډ ټرمپ د زندان پراصلا‍حاتو په اړه دنیوجرزي ایالت له مشرانو سره خبرې کويْ؛ د نیوجرزی ایالت د ټرمپ د گلف ملي کلوپ د آگست نهمه ٢٠١٨ کال

ښاغلي ټرمپ په ټوېټر کې ولیکل: "زه د نژادي تبعیض ټولې بڼې او تشدد محکوموم. ټول امریکایان دې په سوله کې وي."

سپین پوستي ملیت پالان
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00

مارک نیوټن د شارلېټسوېل د ډیلي پراگرېس خپرونې خبریال وايی ده خپل کار کاوه چې سپین پوستی ملیتپالان دشارلېټسوېل په کالج ټاون کې مظاهرې ته راووتل. هغوی د کانفیډرېټ دیو نامتو جنرال، رابرت لي دمجسمی پر لېرې کولو اعتراض کاوه.

د ډیلي پراگرېس خپرونې د مدیر مرستیال مارک نیوټن وايي: په دې ولسوالۍ او ښار کې چی هره خبره پیل شي نو بالاخره دا گست د دولسمې پېښې ته رسیږي."

خبریال مارک نیوټن زیاتوي هغه پېښه په ښه توگه پایته ونه رسیدله؛ مظاهره کوونکي په غوسه ول؛ په دې ترڅ کې یوتن خپل موټر پریوه ډله چې د فاشیزم پرضد ېې شعارونه ورکول وروست اویوه فعاله هېدر هایر ېې ووژله او نور ډیرېې زخمیان کړل.

دغه تصویر چی د ډیلی پراگرېس ریان کلي اخیستی و، د پولېټرز جایزه ېې پرې وگټله.

مارک نیوټن، د ډیلي پراگرېس خپرونې د مدیر مرستیال وايي:د بشپړې بې نظمۍ په منځ کې، په دغه تصویرکې د هغه وخت هرڅه په کامله توگه پر خپل وخت او پرخپلد یو غوره مثال په توگه کنگل شوي ځای ښکاري".

له دغې پېښې نه ېو څو ورځې وروسته د شارلېټسوېل چارواکیو د جنرال رابرت لی مجسمه په تورپوښ وپوښله. په ا مریکا کې په خاصه توگه تور پوستو امریکایانو ته جنرال رابرت لي د غلامۍ اومرئیتوب دوخت سمبول گڼل کېږي؛ ځکه هغه دامریکا د جنوب لپاره چې د غلامۍ پلویان وو، جنگ کاوه. په دې ښار کې بدلون راغی او نیکایا واکر ورسره ملگرې وه. په دې توگه هغه اولنی افریقايي الاصله ښارواله وټاکل شوله.

د شارلېټسوېل ښارواله نیکایا واکر وايي: زه دهغو کسانو په جمله کې وم چی غوښتل ېې په دغه روځ ژوندي پاتې شي؛ په دې لا نپوهېږم چې ولې ځايي پولیسو، ملي گارد، او دایالت پولیسو چې شاو خوا ولاړ ول؛ دېته اجازه ورکړله چې موږ وځپل شو.

جیسن کیسلر چې په شارلېټسویل کې ېې د یوناېټد راېټ اولنۍمظاهره تنظیم کړې وه. په دې کې ناکام شوچې دویم ځل هم مظاهره تنظیم کړي، ځکه چارواکیو دهغه غوښتن لیک دمظاهرې لپاره په دې دلیل رد کړچې دعامو خلکوامنته زیان رسوي.

خود ویرجینیا په پوهنتون کې د امریکا دماضی د مرئېتوب سمبول یعنی د جنرال رابرت لي مجسمه په شاگردانو کې د بحث یوه ډیرتوده موضوع ده.

ټانر هرشفیلډ،د وېرجینیاپوهنتون یو شاگرد په دې اړه وايي: تاسې پوهېږئ چې هېڅوک پرې ویاړ نه کوي؛ خو زه فکر نه کوم چې پوهنتون دې دخپلو ټولو شاگردانو مسوولیت لري؛ ځکه دهرچا خپل نظر دی؛ دهغوی نظر افراطي دی او هېڅوک ددغه راز کرکې هرکلی نه کوي.

که څه هم د شارلېټسویل پوهنتون دعاموخلکو لاسرسی د پوهنتون میدانو ته د اگست په یولسمه اونن دولسمه باندې ددې لپاره محدود کړ چی د مظاهره کوونکیو دامکانی نښتو مخه ونیسی.

خوسره له دې هم چپ اړخې د شنبې په ماښام د اگست په یوولسمه د شارلېټسوېل سړکونو ته راووتل او د شارلېټسویل د ٢٠١٧ کال کلیزه ېې ولمانځله؛ مظاهره چیانو پر پولیسو او د پوهنتون پر چارواکیو انتقادونه کول.

XS
SM
MD
LG