د لاس رسي وړ اتصالات

شرل بینارد: زما پر مقالې بحث نه، غوسه، گواښونه او ښکنځل شوي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد میرمن، د افغانانو انتقادونه ته ځواب ورکوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد میرمن، د افغانانو انتقادونه ته ځواب ورکوي.

شیرل بینارد وايي که له طالبانو سره د سولې د تړون په نتیجه کې امریکا له افغانستان نه ووځي د هغه مانا دا نه ده چې امریکا افغانستان ته بلکل شا ور واړوي.

د اغلې بینارد وروستۍ مقالې چې په (نیشنل انټرسټ) انټر نیټي ورځپاڼې کې چاپ شوې وه او عنوان یې وو چې ((د افغانستان ښځې خپل راتلونکی باید په خپله و ټاکې.... دوی له افغانستان څخه د امریکا وتل نور نه شي ځنډه ولی))، تر پوښتنو او انتقادونو لاندې راغلې وه.

په روانې میاشتې کې میرمن بنارد په یوې مقالې کې په د افغانستان کې د افغانې فعالینو ښځو د فعالیتونو په اړه د ښځو د حقونو د مدافعینو کلک غبرگونونه یې راوپارول.

میرمن بینارد د امریکا غږ سره په یوې ځانگړې مرکه کې ویلي چې هدف یې د ښځو د فعالیتونو کم اهمیته ښودل نه و بلکې په افغانستان کې افغانې فعالینې د طالبانو سره په مخامخ خبرو کې خپل مسولیت ندی ترسره کړی.

په افغانستان کې د ښځو حقونو فعالینې میرمن بینارد یې تورنه کړې چې د افغانو ښځو د هلو ځلو په اړه بشپړ مالومات نلري خو میرمن بینارد له بریښنا عمرخیلې سره په مرکې کې دغو پوښتنو او انتقادونو ته ځواب وايي:

XS
SM
MD
LG