د لاس رسي وړ اتصالات

اته کلن ماشوم په اردن کې خلکو ته د ژوند او تقوا په هکله وعظ کوي


عیسي شریف د عمان د اوابین په جومات کې د دعا کولو پرمهال
عیسي شریف د عمان د اوابین په جومات کې د دعا کولو پرمهال

اته کلن عیسی شریف د اردن په پایتخت عمان کې په یوه جومات کې د جمعې د ورځې د لمانځې امامت کوي

د هرې جمعې په سهار اته کلن عیسی شریف چی لویه چپنه یې اغوستې وي د خپل پلار سره یوځای جومات ته ځي.

امام عیسی د عمان د اوابین په جومات کې د لسهاوو مقتدیانو امامت کوي. دا کوچنی امام د منبر په سر دریږي او خلکو ته د ژوند، تقوا او د محمد ص د سنتو په هکله ،وعظ کوي .

عیسی وایې موریې وروسته له هغه چې دی یې د نورو امامانو د تقریرونو په تقلید کولو ولید، تشویق کړ چې تقریرونه او وعظونه له یاده کړي.

"کله چې زه ډیر کوچنی وم د خپل پلار سره به جومات ته تللم، کله به چی کورته راستون شوم نو په څوکۍ به ودریدلم او ګډوډ تقریرونه به مې کول.یوه ورځ مې مور راته وویل ولې له معنې ډک تقریرونه حافظې ته نه سپارېما ورته وویل بلکل سمه ده نو هغې راسره د رسول الله مبارک د حجته الوداع د خطبې په یادولو کې مرسته وکړه."

عیسی یوه ورځ چې د جومات امام یو څه ناوخته راغی خپل چانس وآزمایه.

" له لمانځه وروسته مې امام ته وویل. که تاسو یو څه ناوخته راغلي وای نو ما به ستا پر ځای خطبه ویلې وای. هغه رانه پوښتنه وکړه کومه خطبه به دې ویلې وای، ما ورته وویل د حجته الوداع خطبه. هغه راته وویل زده دې ده، ماورته وویل هو، هغه راته وویل سمه ده راتلونکې جمعه ته خطبه ورکړه."

عیسی وایي له مور او پلار سره د خطابو او تقریرونو ترتیبول او په مسجد کې له خلکو سره خبرې کول خوند ورکوي. هغه همدارنګه له خپلو همزولو ماشومانو سره خبرې کوي او هغوی جومات ته راتګ او د قرآنکریم حفظ کولو ته تشویقوي.

عیسی د خلکو تر منځ ډیر شهرت موندلی. ډیر شمیر مقتدیان جومات ته د هغه د خطبو د اورېدو لپاره راځي.ځینې کسان د هغه د تقریر ويډیوګانې اخلي او یو شمیر نوربیا له لمانځه وروسته ورسره عکسونه اخلي. دا ځوان امام ډیر وختونه د خلکو غونډو ته هم بلل کیږي چې هلته د قران کریم تلاوت وکړي او یا هم تقریر وکړي.

د عیسی پلار محمد الشریف وایي د لمړي ځل لپاره د خپل زوی په استعداد هغه وخت پوه شو چې دی څلور کلن وو.په داسې حالکې چې د عیسی پلار د خپل د زوی د استعداد او ایمان د پیاوړتیا لپاره هڅه کوي خو وايي غواړي زوی یی د خپل ماشومتوب نه هم خوند واخلي او یو عادي ماشوم وي.

" تر اوسه خو هغه په یو خصوصي ښونځي کې زده کړه کوي،اما د یوه ماشوم په حیث خپل ټول حقوق لري. په کوڅه کې له خپلو ملګرو سره لوبې کوي. یواځې په جومات کې د خطبې ورکولو پرمهال ورته د لوي سړي په سترګه کتل کیږي اما په عادي ژوند کې د یوه عادي ماشومان په شان ورسره چلند کوو."

الشریف وایي زوی یې غواړي په راتلونکي کې یو ډاکټر شي خو وعظ او تقریر به یې د ژوند نه بیلیدونکې برخه وي.

XS
SM
MD
LG