د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د ماشومانو د لوڅو فلمونو او جنسي ځورونو پېښې زیاتې شوې


پاکستان کې د ماشومانو د حقونو فعالانو پر ماشومانو د جنسي زور زیاتیو د پېښو په زیاتېدو اندېښنه ښودلې
پاکستان کې د ماشومانو د حقونو فعالانو پر ماشومانو د جنسي زور زیاتیو د پېښو په زیاتېدو اندېښنه ښودلې

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو یوې نادولتي ادارې «ساحل» په ماشومانو د جنسي تیري، جنسي زور زیاتي او له هغوی سره د تشدد د پېښو د زیاتوالي په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی دی.

د دغې ادارې د ۲۰۲۰ کال په راپور کې راغلي دي چې په پاکستان کې هره ورځ لږ تر لږه له اتو ماشومانو سره چې اکثریت یې نجونې دي، جنسي زور زیاتی کیږي.

«ساحل» خپل راپور ته «ظالمانه شمېر» نوم ورکړی او وايي چې په ۲۰۲۰ په پاکستان کې له ماشومانو د زور زیاتي ۲۹۶۰ پېښې ثبتې شوي دي.

په دغو پېښو کې ۹۸۵ یې د جنسي تیري، ۷۸۷ یې د جنسي ځورونو او ۸۹ یې د ماشومانو د لوڅو فلمونو د خپرولو دي. راپور وايي ۸۰ پېښې داسې دي د جنسي زور زیاتي او ځورونو له پېښو وروسته ماشومان وژل شوي دي. څه باندې ۱۱۵۰ ماشومان تښتول شوي او یا ورک دي.

د دغو ثبتو شویو پېښو ۵۸ فیصده د پاکستان د پنجاب په ولایت کې، ۲۹فیصده یې د سند او اوه فیصده یې د خیبرپښتونخوا په ولایتونو کې دي.

د دغو پېښو د قرباني ماشومانو عمرونه د شپږو او پنځلسو کلونو ترمنځ ښودل شوي دي. وايي اکثریت متجاوزین د ماشومانو خپل خپلوان دي.

د راپور په اساس د ۲۰۱۹ په پرتله په ۲۰۲۰ کې په پاکستاني ماشومانو سره جنسي زور زیاتی څلور فیصده زیات شوی دی.

د امریکا غږ ډیوې څانګې د ماشومانو د حقونو د دغې ادارې د مشرې منیزس بانو له خولې لیکلي دي چې د ماشومانو د تښتولو او وژلو پېښې هم زیاتې شوي دي.

د ماشومانو د حقونو یو بل فعال ارشد محمود ډیوې ته وویل چې په پاکستان کې د ماشومانو د لوڅو فلمونو د خپرولو او خپرېدو پېښې هم زیاتې شوې دي.

نوموړي وویل چې د پاکستان حکومت تل پر ماشومان جنسي تېري کوونکو او ځوروونکو ته د سختې سزا د ورکولو خبره کوي،‌ خو وايي چې د دغو کارونو مخه به څنګه نیول کیږي؟

XS
SM
MD
LG