د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کې د ژمي سړه هوا او د ماشومانو شاقه کارونه


په کندوز کې ماشومان په لاسي کراچیو کې د خلکو اخیستل شوې سوداګانې وړي.
په کندوز کې ماشومان په لاسي کراچیو کې د خلکو اخیستل شوې سوداګانې وړي.

د هوا په یخیدو سره په کندوز کې د هغو ماشومانو چې په بازار کې سخت کارونه کوي، کارونه یې نور هم سخت شوي دي. دوي وايي د کار د نشتوالي له وجې یې پلرونه وزګار دي، دوي په بازار کې درانه بارونه وړي او یا هم په هوټلونو کې په کمو پیسو کارکوي.

وحید چې کله په لاسي کراچۍ بار خپل ځای ته ورساوه امریکاغږ ته یې وویل چې کله کله داسې هم پیښیږي چې بار دروند وي او دمه کوي نو د بار څښتن ورته غصه کیږي.

" غلتک ګرځوم هغه مې هم قرض اخیستی، د غلتک والا رانه پیسې غواړي خو زه چې کار وکړم، په هغې ډودۍ اخلم. ژمی دی هوا هم یخه ده په یخه هوا کې د غلتک ګرځول هم ګران وي، خو کله چې دمه کوي بار والا ورته غصه کیږي."

وحید وايي چې پلار یې وزګار دی او په کور کې ۱۲ تنه واړه وروڼه او خویندې لري خو که دا هم کار ونه کړي نو په ژمي کې به له ستونزو سره مخ شي " ۱۲ ماشومان لرو، پلار مې وزګار دی، که زه کار ونه کړم نو دغه ماشومانو ته به څه شی ورکوو، ځانته مې هم کورتۍ نه ده اخیستې، د بخارۍ لپاره مې خشاک اخیستي خو لږ لږ سوځوو."

نصرت الله په هوټل کې کار کوي وايي چې په ژمي کې دوي ته کار ځګه ګران وي چې په یخو اوبو کې لوښي مینځي او ددوي ګوتې شخیږي.

که څه هم د نصرت عمر به ایله ۱۲ کاله وي خو د کورنۍ مسولیت ځکه ور ترغاړی دی چې پلار یې کار نه کوي، هغه وايي چې پلار به یې خامخا کار کاوه خو کارونه ورته نه پیدا کیږي.

" پلار مې وزګار دی، زه په هوټل کې کار کوم، د میاشتې ۳۰۰۰ افغانۍ راکوي خو دغه پیسې کمې دي خو بله چاره نه لرم. او د ژمي لپاره مې هم ځانته څه شی نه دي اخیستي، نو زه په دغو پیسو ځان ته څه شی واخلم او که کور ته یې یوسم."

د کندوز په ښار کې دغه ډول ماشومان چې یا په هوټلونو کې کار کوي او یا هم نور سخت کارونه کوي هره ورځ له سلو افغانیو څخه تر ۲۰۰ افغانیو پورې عاید لري چې د کورنۍ لپاره پرې غذايي مواد اخلي.

په دغه ښار کې د تیرو دوه کالو راهیسې د جګړو او ناامنیو له امله یو شمیر وړې فابریکې پرچاو شوي، سوداګرو خپلې سرمايې نورو ولایتونو ته انتقال کړي، او موسیسات له کندوز څخه ووتل چې له امله یې د کار په کموالي اغیز کړی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG