د لاس رسي وړ اتصالات

هند او چین د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې سره همکاري کوي


هند او چین چې په زیات شمیر نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو کې سره سیالي کوي، غواړي په افغانستان کې همکاري وکړي.

هند او چین د دوشنبې په ورځ (تلې ٢٣) یو گډ پروگرام پیل کړ چې د هغې په بنسټ دا دوه هیوادونه افغان دیپلوماتان د هند په پایتخت نوي ډهلي کې روزي.

په هند کې د چین سفیر لو ژاویو، د افغان دیپلوماتانو د روزنې پروگرام ته په اشارې چې د هغه په وینا "د کار پیل دی" وویل چې د بیجینگ او نوي ډهلي همکاري به د افغانستان سره د مرستې لپاره دوام ولري.

دغه چینایي دیپلومات وویل "د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري به د ظرفیتونو په لوړولو او د پروژو په عملي کولو کې پراخه شي. چین او هند، دواړه خپلې گټې او [ځانگړي] تخصصونه لري. لکه چې پوهیږو د کرهڼې په برخه کې هند شین انقلاب پیل کړی او چین د اصلاح شویو وریجو د تولید او همداشان د طبابت او فقر د کمولو په چارو کې تخصص لري."

هند او چین په افغانستان کې تر یوه حده سره د یو بل په مقابل کې ولاړ دي. چین د پاکستان سره نژدې اړیکې لري او افغان او امریکایي مقامات تل پاکستان د افغانستان د دولت د مخالفو ډلو لکه طالبانو او د حقاني شبکې په ملاتړ تورنوي.

له بلې خوا هند د افغانستان د دولت د تقویې او ملاتړ لپاره میلیاردونه ډالر په اقتصادي پروژو او د افغان منصبدارانو او سرتیرو په روزنه لگولي دي.

که څه هم د نوي ډهلي زوړ سیال اسلام آباد په افغانستان کې د هند سیاسي او اقتصادي نفوذ ته د شک په سترگه گوري او هغه د پاکستان د محاصرې په توگه گڼي.

په نوي ډهلي کې د چین سفیر همداشان وویل چې د هند د بهرنیو خدماتو په انستیتوت کې د ١٠ افغان دیپلوماتانو د روزنې پیل په افغانستان کې د چین او هند د همکارۍ لومړی گام دی چې د چین جمهور رئیس شین جین پینگ او د هند د صدراعظم نریندرا مودي پرې تیر کال موافقه کړې ده.

ټاکل شوې چې د روان کال د نوامبر په میاشت کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یي، هند ته سفر وکړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د خلکو په سطحه د نظریاتو د تبادلې او اړیکو پروگرام پرانزي.

XS
SM
MD
LG