د لاس رسي وړ اتصالات

چین افغان ځواکونه روزي- موسی زی


لا معلومه نه ده چې چین څومره ځواکونه روزي او کله دا بهیر پيلیږي

په چین کې د افغانستان سفیر جانان موسی زی وايي د چین له حکومت څخه یې غوښتي چې افغان ځواکونو ته جنګي هیلیکوپتر ورکړي.

ښاغلي موسی زي وویل چې بیجنیګ ژمنه کړې چې په خپلې خاورې کې دننه به افغان ځواکونه روزوي، خو لا معلومه نه ده چې څومره ځواکونه به روزل کیږي او دا بهیر به کله پيلیږي.

خو سفیر موسی زی وايي چې د بیجینګ - کابل دا نظامي اړیکې به په چین کې د القاعدې او نورو اورپکو ډلو د احتمالي بریدونو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

چین ژمنه کړې چې دوه الوتکې به افغان ځواکونو ته ورکوي چې په صحي او اکمالاتي چارو کې به ترې ګټه واخیستل شي، ښاغلي موسي زي ونه ویل چې دا الوتکې به کله افغانستان ته سپارل کیږي خو زیاته یې کړه چې وار د مخه په چین کې د دغو الوتکو عملې روزنه پیل شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس، ښاغلي موسي زي وویل" دا زموږ راتلونکی پلان دی او موږ هیله مند یو چې دغه الوتکې به ژر زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وسپارل شي. موږ له هغوی غوښتي چې د جنګي الوتکو او موټرو د ورکړې سربیره د هوايي او کشفي ظرفیتونو په لوړولو کې هم مرستې وکړي."

په دې اړه لا د چین حکومت رسمي غبرګون نه دې ښودلی او نه هم د افغانستان د دفاع وزارت څه ویلي دي. دا خبرې داسې مهال مخې ته راځي چې همدا څو ورځې مخکې بیجینګ هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې ګنې په افغانستان کې د چین له سرحد سره نژدې نظامي اډه جوړوي.

دا مهال ناټو افغان ځواکونه روزي، تجهیزوي او سلا مشورې ورکوي چې د ترهګرۍ سره په جنګ بریالي شي.

XS
SM
MD
LG