د لاس رسي وړ اتصالات

د چین سفیر: کروناویروس د افغانستان د سولې لپاره یو فرصت دی


په کابل کې د چین سفیر له کروناویروس سره د مبارزې لپاره افغان حکومت ته د خپل هېواد د مرستو د سپارلو پر مهال ددغه ویروس د ننګونې سربیره د افغانستان د سولې لپاره یو فرصت بللی دی.

د افغانستان لپاره د چین سفیر وانګ یو، د پنجشنبې په ورځ د اپریل په دویمه (وري ۱۴) د جمهوري ریاست د دویم مرستیال سرور دانش سره یو ګډ خبري کنفرانس ته وویل چې هېواد به یې د افغان سولې په برخه کې د یو منځګړي، آسانچاري او ملاتړي په توګه خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه: "موږ هیله لرو ترڅو افغان سیاسي ډلې په خپل ذهن کې د خپل هېواد د راتلونکي یو لوی انځور مجسم کړي او د افغانستان د خلکو منافع په پام کې ونیسي او دغه راز دې ویروس سره د مقابلې ترڅنګ په افغانستان کې سوله ټینګه کړي".

ښاغلي وانګ یو، ټینګار وکړ چې هېواد به یې د ټولو افغان اړخونو غوښتنو ته په درناوي د سولې په پروسه کې خپل رغوونکی رول ولوبوي.

د چین سفیر هیله وښوده چې افغانان په روان لمریز کال کې د کروناویروس پر ضد مبارزه کې د بریالیتوب ترڅنګ سولې ته هم ورسېږي.

کابل کې د چین سفیر په داسې حال کې کروناویروس د افغانستان د سولې لپاره یو فرصت بللی دی چې تر اوسه افغان حکومت او طالبانو د سولې مخامخ خبرې نه دي پیل کړي.

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل لپاره بشپړ چمتووالی ښودلی او تیره اونۍ یې له دغې ډلې سره د خبرو لپاره یو مرکچي پلاوی هم وټاکه.

طالبانو د دغه پلاوي په جوړښت انتقاد کړی خو افغان حکومت ویلي چې طالبان دې د پلمو پر ځای د سولې خبرو د پیل لپاره خپل مرکچي پلاوی معرفي کړي.

د چین روغتیايي مرستې

د کروناویروس ضد مبارزې لپاره له افغانستان سره د چین د روغتیايي مرستو لومړنۍ جوپه د پنجشنبې په ورځ د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې افغان چارواکو ته وسپارل شوه.

د افغانستان د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش د کروناویروس یو نړیوال کړکیچ وباله او وې ویل چې له دغې ناروغۍ سره مبارزه نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: "په ځانګړي ډول هغه هیوادونه چې د زیاتو امکاناتو او وړتیاوو درلودونکي دي یو نړیوال او بشري مسولیت لري چې د نورو هېوادونو مرستې ته ودانګي".

د افغان حکومت د معلوماتو په اساس د چین په مرستو کې د کروناویروس د تشخیصولو لس زره کېټونه، د هوا جوړولو دوه دستګاوې او د اکسیجن دوه ماشینونه شامل دي.

د چین د دولت سربېره یو شمیر چینايي شرکتونو هم د کروناویروس ضد مبارزې لپاره له افغانستان سره مرستو ته چمتوالی ښودلی دی.

د جمهور رئیس دویم مرستیال دغه راز وویل چې د کروناویروس ضد مبارزې لپاره نړیوال بانک له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو او امریکا د ۱۵.۵ میلیون ډالرو مرستې په پام کې نیولې دي.

ښاغلي دانش په کور دننه هم د کروناویروس پر ضد د مبارزې لپاره پر ملي پیوستون ټینګار وکړ او له خصوصي سکتور، شرکتونو او سوداګرو څخه یې وغوښتل چې له دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره خپلې مرستې ونسپموي.

په افغانستان کې تراوسه ۲۳۹ تنه د کروناویروس په ناروغۍ اخته شوي چې له دې شمېرې څلور تنه مړه شوي او لس تنه بېرته روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG