د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس؛ له هرات نه پروازونه ځنډیږي


د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره، له هرات نه کابل او نورو ولایتونو ته د مسافرینو د ملکي الوتنو د ځنډېدو خبر ورکوي.

دغه اداره وايي، یاده پرېکړه د هرات ترڅنګ په هیواد کې د کروناویروس د مثبتو قضیو زیاتېدو ته په کتو شوې چې سر له سبا پنجشنبې به عملي شي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي: "د هوایي ټرانسپورټ لخوا د ساري ناروغیو لیږد په اړه د شیکاګو کنوانسیون د ۱۴ مادې له مخې له هرات څخه کابل او د هیواد نورو ښارونو ته د مسافرینو ملکي الوتنې به سر د پنجشنبه ورځ ۱۴ د وري ۱۳۹۹ څخه تر امر ثاني پورې په لنډمهاله توګه ځنډول کېږي."

دغه ادارې له خلکو څخه غوښتي چې د یادو ښارونو ترمنځ تر امر ثاني پورې د سفر څخه ډډه وکړي.

ددې ادارې په بیان کې همدارنګه ویل شوي: "نظامي الوتنې، د تخنیکي ستونزو له امله د الوتکو ناسته، د کمکي موادو او مرستندويه پروازونه، کارګو او بار وړلو پروازونه او اضطراري پروازونه د دی محدوديت څخه معاف دي."

دغه ادارې ویلي، د هرات هوایي ډګر ته ټولې بهرني او کورني مسافر وړونکې الوتنې د ملکي هوایي چلند ادارې د مخکنۍ ځانګړي اجازې تابع دي.

له هرات څخه کابل ته د هوايي پروازونو ځنډېدو خبر پر داسې مهال ورکول کیږي چې په دغه ولایت کې نسبت ټولو ولایتونو ته د کرونا ویروس زیاتې پېښې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن چهارشنبه (وري۱۳مه) خبریالانو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هرات کې د کرونا ویروس د ۱۲ نورو مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په دغه ولایت کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۳تنه ورسېد.

پر همدې مهال ښاغلي مایار افغانستان ته د متحده عربي اماراتو د روغتیايي مرستو د رسېدو خبر هم ورکړ چې په وینا دغه روغتیايي بستې د کروناویروس د ۲۵زره مشکوکو پېښو د تشخیصولو ظرفیت لري.

هغه وویل چې نن شپه به د چین طبي مرستې هم کابل ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې تر دا مهاله د کرونا ۱۹۶ مثبتې پېښې ثبت شوي، څلور تنه ورڅخه مړه شوي او پنځه تنه ورڅخه روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG