د لاس رسي وړ اتصالات

د همالیا د ایورست لوړه څوکه له هغه څه لوړه ده چې فکر کیده

نیپالي او چینایي مقاماتو ویلي چې د همالیا په غرونو کې د ایورست لوړه څوکه له هغه څه څخه لوړه ده چې دمخه یې فکر کیده.

هند په ۱۹۵۴ کې د ایورست د لوړې څوکې جګوالی د هغې له واورو سره یوځای ۸۸۴۸ متره اټکل کړی و، خو اوس نیپال او چین تائید کړه چې ددغې څوکې لوړوالی ۸۸۴۸ متره او ۸۶ سانتیمتره دی.

د نیپال د بهرنیو چارو وزیر پرادیپ کمار ګیاوالي د سه شنبې په ورځ دسمبر اتمه (لیندۍ ۱۸) د خپل چیني سیال وانگ یي سره په یو ویدیویي تماس کې د ایورست د ارتفاع په هکله نوې موندنې اعلان کړې او وویل چې دغه څوکه "د نیپال او چین ترمنځ د دوستۍ تلپاتې سمبول دی".

چین په ۲۰۰۵ کال کې اندازه کړې وه چې د ایورست د تر ټولو لوړې تیږې ارتفاع ۸۸۴۴ مترو او ۴۳ سانتیمترو ته رسیږي، یعنی د هغه څه څخه ۳.۷ متره ټیټه چې هند په ۱۰۵۴ کې اټکل کړې وه.

خو غره ګرځیدونکو ویلي دي چې په ۲۰۱۵ کې په نیپال کې د ۷.۸ ریکتر درجې زلزلې چې شاوخوا ۹۰۰۰ کسان یې ووژل د ایورست په ارتفاع کې هم بدلون راوړی دی.

نیپال چې د ایورست په ګډون د نړۍ د ۱۴ لوړو څوکو نیمایي په کې موقعیت لري د تیر کال د می په میاشت کې د لوړي ځل لپاره د ایورست د ارتفاع د سنجولو لپاره د کارپوهانو یوه ډله وګمارله.

بیا د روان کال په پسرلي کې چینایي کارپوهان هغه وخت چې ایورست د کروناویروس په وجه د سیلانیانو پرمخ تړلی و، ساحې ته ولاړل چې ددغه څوکې ارتفاع وسنجوي.

د نیپال د ارزونې ادارې ویاند دمودار داکال، ویلي دي چې نیپالي کارپوهانو "د سپوږمکیو د نړیوال سیستم" نه په استفادې ددې څوکې دقیقه ارتفاع اندازه کړې ده.

له دې سره سره زیات شمیر لودیځ غره ګرځیدونکي د ایورست ۸۸۵۰ متره ارتفاع چې د امریکا د باسټن ښار د علومو د موزیم د جغرافیا د ملي انجمن له لورې د سپوږمکیو د تکنالوژۍ نه په استفادې تعین شوی، مني.

تر اوسه ۵۷۸۹ غره ګرځیدونکي او کارپوهان ۱۰۱۸۱ ځلې د ایورست څوکې ته ختلي دي، خو همالیا د اطلاعاتي بانک د شمیرو له مخې نیوزیلندی ادموند هیلري او نیپالي شرپا تنزینګ نورګی لومړني کسان وو چې په ۱۹۵۳ کې دغې څوکې ته وختل.

This item is part of
XS
SM
MD
LG