د لاس رسي وړ اتصالات

چین او پاکستان طالبانو ته: د خپلو ګاونډیانو پر امنیتي اندیښنو غور وکړئ


د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې د تروریزم مخ په زیاتېدونکو ګواښونو په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړي او د طالبانو څخه یې غوښتي، چې دا اندیښنې ورته لېرې کړي.

پاکستان د شنبې په ورځ مۍ شپږم ( ثور۱۶) په سیمه کې د امنیت د پیاوړي کیدو، سوداګرۍ، ترانزیټ او تروریزم سره د مبارزې په سر د بحث لپاره په یوه درې اړخیزه غونډه کې د چین او طالبانو د لوړ پوړیو دپلوماتانو کوربه و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه لنډه اعلامیه کې پرته له دې، چې د دې غوندې په اړه جزئیات ورکړي، ویلي دي، چې ګډونکوونکو د سیاسي تعامل، تروریزم سره د مبارزې، سوداګرۍ او اتصال په اړه رغنده بحثونه کړي دي. رسمي سرچینو ویلي، چې د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې ددغه هیواد ګاونډیو ته مخ په زیاتیدونکي ډول د تروریزم د رامنځ ته شویو ګواښونوپه اړه خپلې اندیښنې طالب استازو سره شریکې کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر شین ګنګ وویل:" دا مهمه ده، چې [طالبان] د خپلو ګاونډیانو امنیتي اندیښنې جدي وګڼي او په افغانستان کې د مختلفو تروریستي ډلو پر وړاندې د مقابلې لپاره قوي تدابیر او اقدامات ترسره کړي."

ښاغلي شین د درې اړخیزې غونډې د جوړیدو دمخه وویل، چې چین او پاکستان په "فعال" ډول د افغانستان د بیا رغونې د هڅو څخه ملاتړ ته چمتو دي، خو له طالبانو یې وغوښتل، چې په خپلو سیمه ییزو او نړیوالو ژمنو دې عمل وکړي.

هغه خبریالانو ته وویل:" مونږ هیله لرو، چې طالبان د ټولشموله او منځ لارې حکومت سیاست ومني او خپلو ګاونډیانو سره د دوستۍ اړیکې وساتي".

نوموړي زیاته کړه چې چین چمتو دی افغانستان او پاکستان سره د امنیت اوتروریزم سره د مبارزې په برخو کې همکاري وکړي او د شرقي ترکستان د اسلامي غورځنګ په ګډون د امنیتي ګواښونو په وړاندې خپله ګډه مبارزه لا پیاوړې کړي.

په دې درې اړخیزه غونډه کې د امیرخان متقي په مشرۍ يو پلاوي برخه اخیستې وه. متقي په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون سربیره د چین او پاکستاني چارواکو سره جلا غونډې هم کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د دې درې اړخیزې غونډې د جوړیدو دمخه وویل:" د افغانستان حکومت غواړي، چې ددغه سفر په ترڅ کې د کوربه هیواد او نورو چارواکو سره د سوداګرۍ، ترانزیټ او د سیمې د ثبات اړوند مسلو خبرې وکړي".

شرقي ترکستان او تحریک طالبان پاکستان

بیجینګ د اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي، چې د شرقي ترکستان د اسلامي غورځنګ د ډلې وسله وال د افغانستان له خاورې د دغه هیواد د سرحد هغه خواته د خپلو عملیاتو لپاره کار اخلي؛ طالبانو تل دا ادعا رده کړې ده.

چین تل ویلي، چې" د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ" یوه تروریستي ډله ده، چې په افغانستان کې وسله وال یې د چین امنیت لپاره جدي ګواښونه راولاړوي او بیجینګ هیله لري، چې افغانستان پر خپلو ژمنو باندې عمل وکړي او د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ په ګډون د تروریستانو د ځپلو لپاره اغیرمن اقدامات ترسره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته په تیرو نږدې دوو کلنو کې په خپل هیواد کې د تروریستي بریدونو د زیاتیدو یادونه وکړه او په دې اړه یې د اسلام اباد اندیښنې څرګندې کړې

ښاغلي زرداري وویل:" زمونږ لپاره په پاکستان کې، زمونږ اصلي مسله، چې زمونږ سره کرښه ده، د تروریزیم مسله ده، چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ او د افغانستان د خلکو د پرمختګ په برخه کې یو واقعي خنډ دی".

پاکستان ادعا کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان مشرتابه د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر خلاف کاراخلي او کابل په دغه هیواد کې د میشتو تروریستانو په کابو کولو کې د پاتې راتلو له امله ګرم ګڼي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول دا ادعا رده کړې ده او ویلي دي، چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد په خلاف وکاروي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي څه موده وړاندې ویلي و، چې اوس مهال د افغانستان ټول سرحدونه د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او هیڅ هیواد به د افغانستان له خاورې ترګواښ لاندې رانه شي. همدارنګه مولوي متقي ویلي، چې د تیرو دوو لسیزو پرتله په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی.

د پاکستان او چین د چارواکو سره د طالبانو د حکومت د چارواکو دا کتنې او خبرې په داسې حال کې شوي، چې یوه ورځ دمخه د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامونیم جیشنکر د شنګهای د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د یوې غونډې کوربه و.

د هند بهرنیو چارو وزیر سوبرامونیم جیشنکر د تروریزم سره په مبارزې د ټینګار په ترڅ کې وویل، چې د شنګهای د همکارۍ سازمان غړو هیوادونو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنې څرګندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG