د لاس رسي وړ اتصالات

تحریک طالبان پاکستان ادعا کوي ۷ پاکستاني سرتیري یې وژلي دي


د پاکستان پوځي سرتیرې
د پاکستان پوځي سرتیرې

په پاکستان کې چارواکي وایي د دې هیواد د پوځ او وسله والو تر منځ په نښتې کې لږ تر لږه ۶ سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپي شویدي.

د پاکستان پوځ پنجشنبه مې ۴ (غوایي۱۴) په یوې اعلامیې کې ویلي چې نښته په شمالي وزیرستان کې وروسته تر هغه وشوه چې پوځ د "ترهګرو" د پټیدو په یو ځای برید وکړ.

په اعلامیې کې د جګړې په هکله نور جزیات ندي ورکړل شوي خو دومره پکې ویل شوي چې د دواړو لورو لخوا شدیدې ډزې شویدي.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ ادعا کړې چې پدې جګړې کې د د دوي وسله والو برخه اخیستې وه.

دې ډلې ویلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو کوښښ کاوه په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان په غړیو چاپه واچوي خو تر چاپې وړاندې په کمین کې ګیر راغلل او د ۷ سرتیرو د وژلو ادعا یې کړې.

سره لدې چې شمالي وزیرستان د تیرو څو کالونو راپدیخوا د تحریک طالبان پاکستان په قوي مرکز بدل شوې خو دا په خپلواکه توګه تائید کول امکان نلري چې آیا دا وسله وال دهمدې ډلې غړي و که نه.

د تحریک طالبان پاکستان ډله تقریباً هره ورځ په شمالي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا ولایت په ولسوالیو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

یوه چاودنه چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنوري په میاشت کې په پیښور کې د پولیسو د مرکز په یو جومات کې وشوه، څه باندې ۸۰ تنه پکې ووژل شول چې ډیری یې د پولیسو افسران و.

د دې برید څخه یوه میاشت وروسته د پاکستاني طالبانو غړیو د کراچۍ په ښار کې د پولیسو په مرکز برید وکړ او ۵ تنه یې ووژل.

د شخړو د څار سیمه ایزو څارونکو په ۲۰۲۲ کال کې په ټول هیواد کې د شاوخوا ۳۰۰ امنیتي ځواکونو په ګډون له ۱۰۰۰ څخه د زیاتو پاکستانيانو وژل کیدل ثبت کړي دي.

پاکستاني مقامات ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مرکزي قومانده په افغانستان کې میشته ده او د ۲۰۲۱ په اګست کې په جګړه ځپلي ګاونډي هیواد کې د طالبانو د بیرته واکمن کیدو وروسته د "عملیاتو د پراخې ازادۍ" څخه برخمن دي چې دا کار په پاکستان کې د تروریزم د بیا راڅرګندیدو لامل شوی


پاکستان دا ادعا هم کوي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ او په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر منځ نږدې ملګرتیا شته ده.

خو طالبان بیا وایي چې هیڅوک به پرې نښودل شي چې د افغانستان د خاورې څخه د پاکستان یا بل کوم هیواد په خلاف د برید کولو څخه کار واخلي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ سره تیر کال په مرکې کې د هغو ادعاوو په ځواب کې چې ګڼې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته دلته د پاکستاني طالبانو د غورځنګ ګرځیدل راګرځیدل او د فعالیت آزادي ډیره شوې وویل، "هر هغه څوک چې دلته دي، اجازه نلري چې دا ډول کړنې وکړي ځکه هغوي مونږ ته ډاډ راکړی چې بل هیواد ته به خطر نه پیښوي."

ښاغلي مجاهد پدې مرکې منلې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په ګډه پوله د امنیت ټینګول لا هم د دې ډلې د ځواکونو لپاره یوه ستونزه ده او زیاته یې کړه "ځینې داسې ځایونه شته چې لا هم زمونږ ځواکونه پکې ندي ځای پر ځای شوي او د هغوي د امنیت ساتلو لپاره هوایي ملاتړ ته اړتیا لرو."

د طالبانو دې ویاند وویل چې پاکستان ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان د خاورې څخه به د هغوي پر ضد کار وانخیستل شي خو تر څنګ یې د پاکستان څخه هم وغوښتل چې پرې نږدي د هغوي خاوره د افغانستان پر ضد وکارول شي.


د پنجشنبې ورځې دا برید داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو په اجازې او د پاکستان په لګښت اسلام آباد ته ولاړ شي چې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو سره وګوري.


XS
SM
MD
LG