د لاس رسي وړ اتصالات

'چین د افغان سولې ملاتړ لپاره سیمه‌ ییزې هڅې پراخوي'


حمدالله محب او وانګ یي تیره ورځ ټلیفوني خبرې کړي
حمدالله محب او وانګ یي تیره ورځ ټلیفوني خبرې کړي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چین د افغانستان د سولې له بهیر څخه پوره ملاتړ کوي.

امنیت شورا ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې تیره ورځ مۍ ۱۷ (غوايي ۲۷) د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره ټلیفوني خبرو کې ویلي چې چین یو خپلواک او یو موټی افغانستان غواړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د چین د بهرنیو چارو وزیر له قوله ویلي: "ښاغلي وانګ یي وویل چې هېواد یې د افغانستان د سولې ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه چې چین یو خپلواک، مقتدر او یو موټی افغانستان غواړي او په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو ته یوازېنۍ مناسبه حل‌ لاره سیاسي جوړجاړی دی."

دواړ لورو تروریزم یو ګډ ګواښ بللی او په وړاندې د دواړو هیوادونو پر ګډې مبارزې هم ټینګار کړی دی.

د امنیت شورا د معلوماتو په اساس وانګ یي، وړاندیز کړی چې چین به په افغانستان کې د سولې لپاره په سیمه‌ ییزه کچه خپلې هڅې پراخې کړي.

د بیان له مخې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي: "افغانستان هیله‌ من دی ټولې هڅې سولې ته د طالبانو د مجبورولو لپاره وکارول شي. له دې جملې د ملګرو ملتونو له لوري پر طالبانو بندیزونه یادولای شو، دغه راز د چین وړتیا ګټوره وبلل شوه."

د چین هیواد تر دې مخکې هم د افغانستان د سولې له بهیر څخه د خپلو همکاریو په اړه ډاډ ورکړی و.

دغه هیواد تر دې مخکې د ترویکا هیوادونو په چوکاټ کې په افغانستان کې د طالبانو د نوي اسلامي امارت د رامنځته کېدو له څرګندونو سره مخالفت کړی و.

زلمي خلیلزاد د روانې غوايي میاشتې په لومړیو کې د امریکا کانګرس د یوه غړي د سوال ځواب کې ویلي و چې له دغه هیواد څخه د امریکايي او ناټو سرتیرو تر وتلو وروسته د افغانستان د نورو ګاونډیانو ترڅنګ چین هم کولای شي د افغان سولې بهیر او نورو پراختیايي برخو کې مرسته وکړي.

له افغانستان څخه د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې په اساس د بهرنیو سرتیرو د وتلو بهیر د روانې مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه پيل شوي چې ټاکل شوې د همدې کال د سپټمبر پر یوولسمه پای ته ورسیږي.

ښاغلي بایډن له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو د نېټې د اعلان پر مهال د نورو سیمه ییزو هیوادونو ترڅنګ په ځانګړي ډول له پاکستان، ایران، چین او روسیې څخه وغوښتل چې له دغه هیواد څخه ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG