د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد کانګرس ته: افغانان دوه انتخابه لري؛ سیاسي تفاهم یا اوږده جګړه


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وایي د هغه په شخصي نظر د افغانستان اوسنی دولت به ددې هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ژر سقوط ونکړي.

ښاغلي خلیلزاد د اپریل په ۲۷ (غوایي ۷) د امریکا د متحده ایالاتو د سنا د بهرنیو چارو کمیټې په یوه استماعیه غونډه کې وویل د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته باید افغانان سیاسي توافق ته د رسیدو او اوږدې جګړې ترمنځ یو انتخاب کړي.

هغه وویل: "دا هغه انتخاب دی چې افغان مشران باید د اوسني نسل او د راتلونکي نسل په خاطر هغه ومني. هیله من یم هغوی د خپلو پخوانیو اشتباه ګانو څخه کله چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه ووتل، زده کړه کړې وي...یعني د یو اړخ هڅه چې په زور پر نورو اړخونو خپله اراده تحمیل کړي، نتیجه نده ورکړې او د ثبات او پرمختګ د رامنځ ته کیدو سبب شوی ندی."

ددغې استماعیه غونډې څخه څو ساعته دمخه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هیواد نه منزوي کیږي او د هغه په وینا د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو نوی فصل په رامنځ ته کیدو دی.

زلمي خلیلزاد زیاته کړه چې د طالبانو ډله کولای شي د تاوتریخوالي نه په لاس اخیستلو سره په یو سیاسي جریان بدل شي او د سولې یوه موافقه ومني. هغه زیلته کړه چې که طالبان د سیاسي توافق د رامنځ ته کیدو خنډ شي او واک ته د رسیدو لار د پوځي لارې انتخاب کړي، د امریکا د متحده ایالاتو، ددې هیواد د متحدینو او د سیمې له مخالفت سره به مخامخ شي.

دې ته په اشارې چې نړۍ په زور د طالبانو د واک ته رسیدو مخالفه ده، ښاغلي خلیلزاد امریکایي سناتورانو ته په خطاب کې وویل: "پدې هکله چې د طالبانو بیا واکمن کیدل د هیڅ هیواد په ګټه ندي، اجماع رامنځ ته شوې ده، ځکه ددې ډلې واک ته رسیدل په افغانستان کې د جګړې د دوام په معنی دي او کیدای شي [سیمې ته] نور ګواښونه رامنځ ته کړي."

د ښځو د حقونو او لاس ته راوړنو ساتل

پدې غونډه کې څو حاضرو سناتورانو د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د افغانستان د ښځو د حقونو او د هغوی د لاسته راوړنو د ساتلو په هکله اندیښنه څرګنده کړه.

د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې یواځنی میرمنې سناتورې جین شهین، وویل: "هغه څه چې په راتلوونکو څلورو میاشتو کې یې کوو، د [افغان] میرمنو د څو راتلونکو نسلونو پر ژوند باندې اغیز اچوي. زه باور لرم چې په هر ځواک چې لرو یې د افغان میرمنو ملاتړ به وکړو."

میرمن شهین وویل چې د امریکا متحده ایالات او متحدین یې په دوو تیرو لسیزو کې په جدي توګه نه یواځې د افغانستان د ښځو د پرمختګ او غښتلي کولو لپاره بلکه د هغه هیواد د اقلیتونو لپاره هم هڅه کړې ده، او د هغې په وینا باید اجازه ورنکړل شي چې د دوو لسیزو دغه سخت کوښښونه د سولې په خبرو کې له پامه وغورځول شي.

ددې کمیټې دموکرات رئیس سناتور باب منندز، هم تیره اونۍ د یوې محرمې غونډې وروسته وویل چې په افغانستان کې دښځو او اقلیتونو د حقونود ساتلو لپاره د تضمینونو په اړه یې تل اندیښنه درلودلې ده.

پیژندل شوي جمهوري غوښتونکي سناتور لندسي گراهام، ویلي دي چې شک نلري چې طالبانو د نجونو ښوونځي تړلي دي او بیا هم پر ښځو باندې سخت حدودیتونه ولګوي.

په افغانستان کې د پاکستان رول

زلمي خلیلزاد د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول "ځانګړی" وباله او وویل چې واشنګټن د پاکستاني مقاماتو غوښتي چې د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره پر طالبانو باندې د خپل "پام وړ نفوذ" څخه استفاده وکړي.

هغه وویل: "د پاکستان مشرانو په څرګنده امریکایي مقاماتو ته په ټینګار سره ویلي چې د پوځي لارې د طالبانو د واک ته رسیدو ملاتړ نه کوي. زما په اند د پاکستان مشران دا درک کوي چې [په افغانستان کې] د یو پراخ داخلي جنګ په رامنځ ته کیدو سره نه یواځې افغانستان بلکه پاکستان هم د سختو پایلو سره مخامخ کیږي."

زلمي خلیلزاد د یو سناتور د پوښتنې په ځواب کې په افغانستان کې د چین د رول په اړه وویل چې د افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د چین په ګډون د افغانستان ګاونډیان باید د افغانستان د سولې د بهیر او دې هیواد ته د پرمختایي مرستو په برابرولو کې زیات مسولیت واخلي.

XS
SM
MD
LG