د لاس رسي وړ اتصالات

چین د 'اوسپنیز پوځ جوړولو' دپاره تر اووه کلنو ماشومان ورزشکاران روزي


چین د ځوانانو د روزنې دپاره نوی قانون تصویب کړی او موخه یې د چین په ځوانانو کې د "وطن پالنې د روحیې پیاوړتیا" ښودل شوې.
چین د ځوانانو د روزنې دپاره نوی قانون تصویب کړی او موخه یې د چین په ځوانانو کې د "وطن پالنې د روحیې پیاوړتیا" ښودل شوې.

د چین د شانګهای ښار مقامات وايي، په سلګونو ورزشکاران چې تر اووه کلنو ماشومان هم پکې دي، په پوځي روزنه کې شامل شوي ترڅو ډسپلین او "د جګړې مهارتونه" زده کړي.

د شانګهای د سپورت دفتر د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۸ (لیندۍ ۷) په یو راپور کې وویل، ورزشکاران به د چین د پوځ "د معیارونو او جنګي روحیې احساس" ژوره مطالعه وکړي.

د چين د فوټبال ټيمونو هم پخوا ورته روزنه تر لاسه کړې چې تر ډېره د کمونست ګوند د ارزښتونو د ودې لپاره د پراخ کمپاين يوه برخه بلل کیږي.

د چین ولسمشر شي جینپینګ سږکال وویل چې چین باید د "حقیقي جګړې" لپاره خپل چمتووالی زیات کړي.

د نارینه جمناسټیک ټیم مشر روزونکي، هو یو شیاو، په دغه روزنه کې د شاملو د جمناستیک لوبغاړو په اړه وویل چې د هغوی عمرونه له اوو څخه تر ۲۵ کلونو پورې دي.

د سپورت د ادارې راپور د نوموړي له قوله ویلي: "له دې فرصت څخه د ټولو عمرونو ځوانان په برابره توګه ګټه پورته کوي."

دغه روزنه د دوشنبې په ورځ پیل شوه او ټاکل شوې تر راتلونکې سه شنبې پورې دوام وکړي. پدې کې د شانګهای د ۱۱ سپورتي مرکزونو ۹۳۲ ورزشکاران شامل دي.

په راپور کې ویل شوي چې ددې کار موخه "د سپورټ ټیمونو د تنظیمي ډسپلین او ګډ کار پیاوړتیا ده چې د شانګهای سپورټ سره د اوسپنېزې اردو په جوړولو کې مرسته کوي."

په راپور کې همدارنګه ویل شوي: "له سهار وختي څخه تر نیمې ورځې پورې، ورزشکاران په نظم او ډسپلین سره حرکت کوي، په نظامي یونیفورم کې دغه ځوانان د جذبې او ښکلا ښکارندويي کوي."

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد تېره میاشت د ځوانانو د روزنې دپاره نوی قانون تصویب کړ چې موخه یې د چین په ځوانانو کې د "وطن پالنې روحیه" پیاوړي کول دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG